د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغانستان کې بندي پاکستانیان څوک دي؟


د ارشیف انځور
د ارشیف انځور

پراګ ـ د پاکستان په سینیټ کې د زیارت په ورځ پوښتنو ته د ځواب ویلو پر مهال د پاکستان د مالي چارو ریاستي وزیر رانا محمد افضل خان وویل چې په افغانستان کې له دوه سوه زیات پاکستانیان په باګرام او پلچرخي کې د بند شپې تېروي.

رانا محمد افضل خان سینیټ ته وویل چې دوی په کابل کې د پاکستان د سفارت پر هڅو توانیدلي چې په باګرام او پلچرخي زندانونو کې د پاکستاني قیدیانو سره وګوري. ده زیاته کړه :

(( په دغو ۲۱۳ کسانو کې چې په افغانستان کې قید دي، د پاکستان دننه موږ نه یې چا نه غوښتنه کړې او نه یې څه پېژندګلوي شته. موږ نه چا نه دي غوښتي چې دغه خلک واپس راولو. یواځې په دې اړه رسنیو کې راپورونه خپریږي. او دا راپورونه هم د افغانستان له زندانه د یو ازاد شوي تن د ادعا پر بنسټ خپریږي چې ویلي یې وو، هلته ۲۱۳ پاکستانیان بندیان دي.))

رانا محمد افضل خان وايي افغان چارواکي دوی ته دا اجازه نه ورکوي چې د پاکستاني قیدیانو سره ځان له وګوري. خو وايي، د دوی پلاوي چې له زندانونو یې لیدنه کړې موندلې چې قیدیان د لباس او خوراک په لحاظ په ښه حالت کې دي.

(( افغان چارواکي مو نه پرېږدي چې د دغو قیدیانو سره په انفرادي ډول ملاقات وکړو. موږ نه پوهېږو چې دوی څوک دي؟ او د دوی پرضد څه ډول الزامات دي؟ نو همدا ده چې د کابل او اسلام اباد ترمنځ دا شخړه لا هم حل شوې نه ده.))

نوموړی زیاتوي کیدای شي د افغانستان په زندانونو کې پراته دغه پاکستانیان په جرمونو کې اسلام اباد ته هم مطلوب وي، خو دوی یې په اړه زیات معلومات نه لري.

هلته په کابل کې د افغانستان د دفاع وزارت ویاند دولت وزیري هم ومنله چې د افغانستان په زندانونو کې پاکستانیان شته او ښه سلوک ورسره شوی دی. له دولت وزیري مو وپوښتل چې څومره تعداد کې پاکستانیان د افغانستان په زندانونو کې پراته دي او له څو کلونو راهېسې دوی هلته دي، خو نوموړي په دې اړه معلومات رانه کړل.

XS
SM
MD
LG