د لاسرسي ځای

تازه خبر

تاپي پروژه نن پرانیستل کېږي، طالبانو یې ملاتړ کړی


د ټاپي نل لیکې نقشه
د ټاپي نل لیکې نقشه

پراګ ـ د جمعې پر ماسپښين د ترکمنستان، افغانستان، پاکستان او هند (تاپي) د ګیسو د نللیکې د افغانستان برخې پرانیسته کېږي.

افغان طالبانو د جمعې پر ورځ په خپل بیان کې ویلي، نه یوازې د تاپي پروژې ملاتړ کوي بلکې د خپل نفوذ په سیمو کې به یې امنیت هم ساتي.

د پاکستان وزیراعظم شاهدخاقان عباسي ویلي، د دوی د انرژۍ د اړتیاوو د پوره کولو لپاره د ټاپي پروژه ډېره ګټوره ده.

عباسي دا څرګندونې د پنجشنبې په ورځ په ترکمنستان کې د ولسمشر قربانګلي بردي محمدوف سره د ملاقات پر مهال وکړې. د پاکستان سرکاري راډیو په خپله ویبپاڼه لیکلي چې ترکمن ولسمشر ویلي، د پاکستان سره یې اړیکې د انرژۍ او امنیت په سر ولاړې دي.

د پاکستان وزیراعظم شاهدخاقان عباسي، د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني، د ترکمنستان ولسمشر قربانګلي بردي محمدوف او د هند د بهرنیو چارو ریاستي وزیر ایم جی اکبر په هرات کې د ټاپي پروژې افتتحاح کوي.

د افغانستان صدارتي ماڼۍ ارګ وايي، د ټاپي پرانیسته د ملي یو والي د حکومت د بریالي سیمه ییز سیاست نښه ده. د ولسمشرۍ د ماڼۍ ویاند د دفتر سرپرست شاحسین مرتضوي مشال راډیو ته وویل، د ګازو په دغې پروژه کې د ترکمنستان، افغانستان، هند او پاکستان ترمنځ د ترکمنستان د ۵۰۰ کېلو ولټه برښنا پروژه، په هرات، فراه او کندهار ولایتونو کې درې سب سټېشنونه، د نوري فایبر شبکه او د اوسپنې پټلۍ پروژې شاملې دي.

د اقتصادي چارو کارپوه اکرام هوتي د ټاپي پروژې له برکته د افغانستان او پاکستان اقتصادي ګټو په اړه وايي:

((که د دې پروزې امنیت سم وساتل شي نو دا د افغانستان او پاکستان دواړو لپاره زیات ګټور دی. پاکستان به په ارزانه بیه ګیس تر لاسه کړي او افغانستان به په راتلونکیو څو کلونو کې د پاکستان کچې ته پورته شي.))

اکرام هوتي وايي دا ګټې هله ترلاسه کېدای شي چې په افغانستان کې د یادې پروژې سم امنیت ونیول شي او د ورانکارو له ورانۍ خوندي وساتل شی.

په پېښور پوهنتون کې د سیمه ییزو مطالعاتو د مرکز پخوانی مشر ډاکټر سرفراز وايي، د پاکستان غاړې ته د دې لپاره لازم اقدامات نه دي شوي.خو د پاکستان پخوانی سفارتکار او د سیاسي چارو کارپوه ایاز وزیر وايي ټاپي به سیمې ته امنیت راولي.

هلته په افغانستان کې د دفاع وزارت ویاند دولت وزیري وايي د ټاپي پروژې د امنیت لپاره مکمل انتظامات شوي دي.

د ټاپي پروژه چې مقدماتي کارونه یې په ۲۰۱۵ م کال کې پیل شوي وو، د اټکل له مخې په ۲۰۱۹ کال کې به بشپړه شي.

XS
SM
MD
LG