د لاسرسي ځای

تازه خبر

د سېنېټ الېکشن کې د مسلم لیګ (ن) پر کاندیدانو محدودیتونه


پراګ ـ د پاکستان یو شمېر ګوندونو د اتنخاباتو د کمیسیون پر هغې پرېکړې اعتراض کړی چې د مسلم لیګ ن ګوند د سینیټ لپاره امیدواران به په ازاد حیثیت برخه اخلي، د ګوند تر بیرغ لاندې ځکه برخه نشي اخیستی چې د ګوند مشر یې نواز شریف د سپریم کورټ لخوا نا هله اعلان شوی او د هغه لخوا ټاکل شوي امیدواران نه شي منل کېدای.

د مسلم لیګ ن ګوند ویاند صدیق الفاروق مشال راډیو ته وویل، ځیني عناصر په لوی لاس د سینیټ د انتخاباتو د خرابولو هڅه کوي.

(( اوس دا ویل چې زموږ امیدواران دې په ازاد حیثیت په انتخاباتو کې برخه واخلي، دا خو دوی هڅه کوي، زموږ کسان دې ته تشویق کړي چې ازاد امیدوارانو په حیث دې برخه واخلي، د مسلم لیګ ن امیدواران دې نه وي. خو موږ به که خدای کول د دې صورت حال مقابله کوو. دا فیصله غلطه ده. ))

په پاکستان کې د سینیټ انتخابات د مارچ په درېیمه نېټه ترسره کیدونکي دي. په سیاسي چاپېرچل کې داسې ګنګوسې هم خورې وې چې ښايي د سینیټ انتخابات وځنډیږي، خو د جمیعت علما اسلام یو مشر مولاناجلیل جان وايي، د پروسې د ځنډ د مخنیوي په خاطر د انتخاباتو کمیسون دا پرېکړه کړې ده.

((د انتخاباتو کمیسون یوه منځنۍ لاره راوویستله، چې دوی په ازاد حیثیت الیکشن کې برخه اخیستی شي، په دې توګه دوی د سینیټ انتخابات د ځنډولو مخه ونیوله. زما په خیال د انتخاباتو نه وړاندې د سیاسي خلکو لاره کې خنډونه اچول مناسب ګام نه دی.))

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند سره تړاو لرونکی سینیټر عثمان کاکړ وايي د الیکشن کمېشن دغه پرېکړه د ټولو سیاسي ګوندونو لپاره د خپګان وړ ده.

((دا طریقه د فیډریشن لپاره او د جمهوریت لپاره نېک شګون نه لري.))

هملته په سینیټ کې د عوامي نیشنل ګوند غړی الیاس بیلور وايي دوی ګڼي چې د سینیټ په انتخاباتو کې د مسلم لیګ ن د امیدوارانو د پارټۍ په بنیاد د برخې اخیستو مخنیوی کول جایزه خبره نه ده. دی وايي که د مسلم لیګ ن کسان ازاد حیثیت باندې هم په الیکشن کې برخه واخلي، بیا به هم د ګوند سره تړلې پاتې کېږي.

د مسلم لیګ ن ګوند ویاند صدیق الفاروق وايي دوی د الیکشن کمیشن د یادې پرېکړې خلاف سپریم کورټ ته هم نشي تلی، ځکه چې هلته نه هم د انصاف توقع نه لري، نو دوی به په عوامي فشار د داسې پرېکړو مقابله کوي.

XS
SM
MD
LG