د لاسرسي ځای

تازه خبر

"تېر کال د قبایلو غریبو زده کوونکو ته یو سکالرشپ هم نه دی ورکړل شوی"


پراګ - د پاکستان د سېنېټ یو شمېر غړو د چارشنبې یا شورو پر مازیګر په غونډه کې پر حکومت انتقاد وکړ او ویې ویل چې د بینظیر انکم سپورټ پروګرام په نوم د مرستندویه پروژې له لارې یې د قبایلي سیمو او بلوچستان زده کوونکي له پامه غورځولي او ورته سکالرشپونه یا تعلیمي وظیفې نه ورکوي.

سېنېټر عثمان خان کاکړ د پاکستان د مالي چارو له ریاستي وزیر رانا محمد افضل خان څخه پوښتنه وکړه چې ولې یې تېر کال د قبایلي سیمو هېڅ زده کوونکي ته سکالرشېپ نه دی ورکړی او بلوچستان یې هم له پامه غورځولی:

((قبایلي سیمې خو لاوارثه دي نو ځکه هېڅ سکالرشپ یې ورته نه دی ورکړی. په فاټا کې ۷۳ فیصده خلک غریبان دي. په بلوچستان کې ۷۱ فیصده خلک بې وزله دي. دا هغه اعداد دي چې نړیوال بانک او [پاکستانیو] دولتي ادارو خپاره کړي. نو بلوچستان ته یوازې ۶،۶۴۰ سکالرشپونه ورکړل شوي، دا ظلم نه دی؟))

سېنېټر فرحت الله بابر هم ورته خبره وکړه او ویې ویل چې په ۲۰۱۶ز کال کې هم د قبایلي سیمو بې وزله یا غریبو زده کوونکو ته وظیفې نه دي ورکړل شوې:

((لکه چې عثمان کاکړ صاحب وویل، په ۲۰۱۶ز او ۲۰۱۷ز کال کې له قبایلي سیمو څخه هېچا ته سکالرشپ نه دی ورکړل شوی. خو تر دې مخکې د بېنظیر انکم سپورټ پروګرام له لارې د قبایلي سیمو ماشومانو ته تعلیمي وظیفې یا سکالرشپونه ورکړل شوي ول. نو وجوهات یې څه دي؟ ولې د قبایلي سیمو زده کوونکو ته نه دي ورکړل شوي؟ حالانکې د هغې سیمې خلک تر ټولو زیات محرومه او بې وزله دي. نو وجوهات څه دی؟))

د مالي چارو ریاستي وزیر رانا افضل خان په ځواب کې وویل چې حکومت دا سکالرشپونه هغه وخت ورکوي چې څوک ورڅخه غوښتنه وکړي. ده وویل، د قبایلو او بلوچستان زده کوونکو وظیفې غوښتې نه دي نو څنګه یې ورکړي؟

خان وویل: ((حکومت دا سکالرشپونه نه ورکوي، د هرې سیمې او صوبې خلک یې خپله اخلي نو دا د صوبايي حکومتونو او د پارلېمان د غړو قصور دی. ګورئ، تېر کال په سېند کې دوه لاکه ۴۲ زره، او په پنجاب کې یوازې یو لاک ۵۴ زره سکالرشپونه ورکړل شوي. نو له هر ځایه چې غوښتنه کېږي، موږ یې هم هلته غریبانو ته ورکوو. اوس چې له بلوچستانه لږه غوښتنه شوې او ګلګلت بلتستان کې زیاته، نو هغوی ته زیات سکالرشپونه ورکړل شوي. نو زه وایم چې موږ ټول باید اګهي خپره کړو او صوبايي حکومتونه هم اعلانونه وکړي چې خلک دې سکالرشپونه وغواړي، زموږ [د وزارت له خوا] هېڅ خنډ نشته.))

په بلوچستان کې د نیشنل ګوند له خوا میر کبیر احمد شاهي له سېنېټه غوښتنه وکړه چې دا موضوع دې د مالي چارو کمېټۍ ته وسپاري چې معلومه کړي له کومې صوبې څخه زیاتې غوښتنې شوې دي:

((زما په نظر د سېنېټ چېیرمین دې دا موضوع [د مالي چارو] کمېټۍ ته وسپاري چې موږ یې په پوره غور وګورو او معلومه کړو چې له کومې صوبې څخه څومره غوښتنې شوې دي او هغوی ته څومره سکالرشپونه ورکړل شوي.))

د سېنېټ د غونډې مشر وویل، په مارچ کې د انتخاباتو په نتیجه کې به د سېنېټ اوسنۍ کمېټۍ ختمې شي او نوې هغه به جوړې شي نو ځکه د غریبو زده کوونکو د سکالرشپونو موضوع کمېټۍ ته نه شي سپارلی البته د نوي سېنېټ په غونډو کې به ورباندې هرو مرو بحث کېږي.

XS
SM
MD
LG