د لاسرسي ځای

تازه خبر

اسلام اباد لاریون: ډېره اسماعيل خان، فاټا او خ. پښتونخوا کې امن غواړو


روانه فبرورۍ میاشت په اسلام اباد کې پښتون ژغورنې غورځنګ هم د خپلو غوښتنو لپاره احتجاجونه کړي ول. فایل تصویر
روانه فبرورۍ میاشت په اسلام اباد کې پښتون ژغورنې غورځنګ هم د خپلو غوښتنو لپاره احتجاجونه کړي ول. فایل تصویر

د پښتنو سيمو فعالانو د یکشنبې پر ماښام په اسلام اباد کې د خبریالانو مرکز مخې ته احتجاج وکړ.

د احتجاج تنظيموونکو او ګډونوالو مشال راډیو ته وویل، دوی په ډېره اسماعیل خان کې د هدفي وژنو او سعودي عرب ته د پاکستانیو سرتېرو استولو پرضد حکومت ته د اعتراض خپل غږ ورساوه.

احتجاجیانو په خپلو ويناو کې پر حکومت نيوکې وکړې چې د ټول هېواد، په تېره د خيبر پښتونخوا او ډېره اسماعيل خان د امنيت ښه کولو په چارو کې ناکامه شوی دی.

دوی په ځانګړې توګه په ډېره اسماعيل خان کې په وروستيو کې د هدفي وژنو پېښې يادې کړې او له حکومته يې وغوښتل چې په ياد ښار او همداراز ګلګت بلتستان کې د مذهبي لږکيو ژوند خوندي کړي.

د اسلام اباد مظاهرې ته ورغلي د کواټ يو فعال، سيد وقار شيرازي وويل.

''د خاص مسلک پر خلکو، چې اقليتي وګړي دي، ظلم او ستم کېږي. پر دوی د کېدونکي زياتي نوټس د پاکستان پوځ مشر او نه هم چيف جسټس اخلي. حکمرانانو ته مو خپله دا غوښتنه ورسوله چې د عامو خلکو د ځورونو او وژنو پېښو مخه ونيسي او د هغوی قاتلان او ترهګر ګرفتار کړي.''

د ډېره اسماعیل خان د هدفي وژنو پرضد پښتنو تېره اوونۍ په بني ګالا کې د خیبر پښتونخوا د واکمن تحریک انصاف ګوند د مشر عمران خان کور مخې ته هم مظاهره کړې وه.

د پښتونخوا د پولیسو مشر صلاح الدین مسود تېره اوونۍ ويلي وو، په ډېره اسماعیل خان کې د امنیت لپاره اقدامات کوي.

هم تېره اوونۍ د پاکستان د سېنېټ کورنيو چارو کمېټې مشر رحمان ملک د ډېره اسماعيل خان د هدفي وژنو نوټس واخيست او د خيبر پښتونخوا د پوليسو مشر ته يې په دې اړه د رپورټ وړاندې کولو وويل.

د اسلام اباد د مظاهرې يو تنظيموونکي شبير ساجدي وويل، د دوی د احتجاج يو هدف دا هم وو چې سعودي عرب ته د پاکستانيو سرتېرو د لېږلو حکومتي اقدام وغندي.

''

حکومت اول بايد په ډېره اسماعيل خان، قبايلي سيمو او خيبر پښتونخوا کې امن پر ځای کړي. زموږ د احتجاج مهم ټکی دا هم دی چې موږ نه غواړو پوځ مو په يمن يا کوم بل هېواد کې استعمال شي.

په يمن کې د خوړو کمی دی، هلته په بمباريو کې ماشومان وژل کېږي. زموږ نااهل حکمرانان يو وارې بيا سعودي ته پوځيان استوي. موږ ترې غوښتنه کوو چې ژر تر ژره خپله دغه پرېکړه واپس واخلي.''

د پاکستان پوځ د زیارت پر ماښام ویلي ول چې یوه دسته سرتېري د سعودي پوځیانو ''روزنې او ورته د مشورو'' لپاره استوي.

د پوځ عامه اړیکو دفتر ویلي ول چې د پوځیانو دا قطعه به له سعودي خاورې بهر نه ځي او دا چې د سرتېرو استول د پخوانیو ''دوه اړخیره امنیتي همکاریو تسلسل دی.''

XS
SM
MD
LG