د لاسرسي ځای

تازه خبر

لوګر کې پاکستان ضد لاریون شوی


د افغانستان په لوګر کې لسګونو کسانو د یو سوله ییز لاریون په ترڅ کې له افغان حکومته غوښتنه وکړه چې له پاکستان سره دې سوداګریزې اوسفارتي اړیکې پرې کړي.

یاد لاریون چې نن [شنبه] د پل علم ښار له شهیدانو چوک څخه تر ښاروالۍ څلور لارې پورې دوام وکړ، ویناوالو ویل، د پاکستان حکومت د افغانستان د امن او پرمختګ سره مخالفت لري او د یاد هېواد یو شمېر سیاسي ډلې او پوځي ادارې په دې هېواد کې ناامنیو ته لمن وهي.

ویناوالو له افغان سوداګرو هم وغوښتل چې پاکستاني تولیدات دې نه واردوي بلکې د هغې په ځای دې نورو له هېوادونو سره سوداګریزې اړیکې ټینګې کړي.

لاريون کوونکو غوښتنه کوله چې په افغاني بازارونو کې دې د کلدارې د چلښت د مخنیوي په ګډون د پاکستاني تولیداتو پر اخیستلو او خرڅولو هم بندیز ولګول شي.

په لوګر کې د سیاسي چارو کتونکی او ازاد خبریال حکمت الله واقد وايي، چې د کابل په ګډون د افغانستان په یو شمېر سیمو کې پر ملکي هدفونو د وسلوالو وروستیو بریدونو چې د سلګونو افغانانو د مرګ ژوبلې لامل شول، په خلکو او غېرحکومتي بنسټونو کې د پاکستان پر ضد یو ډول ذهنیت پیدا کړی دی.

نوموړی وايي، د پاکستان حکومت باید له افغان حکومت سره د اړیکو د نږدې کولو او د خلکو د رضایت او قناعت لپاره د ټولو هغو ډلو پر ضد پرېکنده اقدام وکړي، چې د دواړو هېوادونو په ناامنیو او د ملکي خلکو په وژلو او نورو ورانیو کې لاس لري.

افغان حکومت او امريکا هم په افغانستان کې د وسله والو بريدونو تر شا د هغو کسانو لاس يادوي چې د دوی په وينا د پاکستان پر خاوره خوندي پټنځايونه لري خو پاکستان په وار وار دا تورونه رد کړي دي.

XS
SM
MD
LG