د لاسرسي ځای

تازه خبر

خوستي مشران: ځوانان کولای شي هېواد له شته کړکیچه وباسي


د خوست یو شمېر قومي مخور او مدني فعالان وايي، چې ملي ګټو ته ژمن او په علم سمبال ځوانان کولای شي په هېواد کې شته سیاسي او امنیتي کړکیچ پای ته ورسوي.

دوی چې د جمعې په ورځ په خوست کې د هېواد په روانو مسایلو کې د ځوانانو د ونډې په باب جوړه شوې غونډه کې خبرې کولې، د هېواد په کچه يې د ځوانانو د پېوستون او یووالي پر اړتیا هم ټېنګار وکړ.

د خوست یو قومي مشر حکیم ولي وویل، چې ځوانان د هېواد په بدلون او جوړولو کې مهم رول لري، خو دا کار هغه مهال شونی دی، چې یاد قشر په خپلو کې یووالی ولري او تعلیم ته مخه کړي.

نوموړی زیاتوي، که چیرې ځوانان په یوموټي توګه د هېواد د روان کړکچ ختمولو لپاره کار وکړي، نو باور لري چې په دې هدف کې به بریالي شي.

د حاجي جنت په نوم یو بل تن قومي مشر وايي، چې د ستونزو د ختمولو لپاره د ځوانانو او مشرانو تر منځ همغږیتوب مهم دی.

د ده په باور که مشران د ځوانانو ملاتړ وکړي نو ځوانان به بریالي وي او که ځوانان د خپلو مشرانو حمایت ولري، نو مشران به د ستونزو په هواري کې خپل رول په ښه ډول سرته ورسوي.

د خوست یو ملي سوداګر حاجي جمال وویل، د هرې ورځې په تېریدو سره د ځوانانو رول ډېریږي، خو ځوانان بیا خپل رول هغه مهال په ښه ډول سرته رسولای شي، چې په پوهنه او ملي روحیې سمبال وي.

ده وویل، په هېواد کې ستونزې موجودې دي، خو ځوانان په خپل فکري او فزیکي قوت کولای شي، هېواد له موجودو خپلسریو وژغوري.

د ځوانانو د انسجام لپاره د نورو بنسټونو تر څنګ د جهاد او مقاومت د ارزښتونو د ساتنې په نوم دفتر هم پلان لري.

د یاد دفتر مشر مبارک تڼی وايي، چې دوی تکل لري چې د هېواد په کچه د ټولو مېشتو ملیتونو او قومونو ځوانان سره یو لاس کړي، په دولت کې شته ستونزې مسوولینو ته وښيي، چې پدې برخه کې د دوی او دولت ترمنځ پوره همکاري موجوده ده.

د چارو کتونکی محمدجلال حقیقت ځدراڼ هم وايي، که چیرې ځوانان هېواد جوړونې ته صادقانه ژمنتیا ولري او په متحدانه ډول دې هدف لپاره کار وکړي، نو کولای شي په افغانستان کې مثبت بدلونه رامنځته کړي او پدې هېواد کې شته ستونزو ته د پای ټکی کېږدي.

XS
SM
MD
LG