د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغانستان کې د برېښنايي تذکرو د ورکړې بهير پېل شو


د افغانستان د نفوسو د احوال ثبتولو مرکزي اداره وايي، د ولسمشر په ګډون يې د يو شمېر لوړ پوړو دولتي چارواکو د برېښنايي تذکرو جوړولو بهیر پېل کړی دی.

که څه هم اجرايیه ریاست د برېښنايي تذکرو د وېش په برخه کې د ټولو خواوو پر قناعت ټينګار کوي خو ولسمشر محمد اشرف غني، لومړۍ مېرمنې رولا غني (بي بي ګل) او د ولسمشر دوهم مرستیال سرور دانش د برېښنايي تذکرو د ترلاسه کولو لپاره اسناد او فورمې بشپړې او د تذکرو نمبرونه یې هم ترلاسه کړل.

د افغانستان د نفوسو د احوال ثبتولو د مرکزي ادارې ویاند روح الله احمدزي د جمعې په ورځ مشال راډیو ته وویل چې د برېښنايي تذکرو لپاره د نوم لیکنې او بایومېټرک بهیر تېره ورځ [پنجشنبه] په ارګ ماڼۍ کې پیل شوی دی.

احمدزی وايي، اوسمهال د کابیني وزیرانو، د ملي شورا د دواړو جرګو او د سولې عالي شورا د يو شمېر غړو د اسنادو ثبتولو بایومېټرک بهیر دوام لري.

دا په داسې حال کې ده چې د افغان حکومت اجريئیه ریاست د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې لومړی دې دغه موضوع په دولتي کچه د يوه بحث له لارې هواره او بیا دې د برېښنايي تذکرو د وېش لړۍ پیل شي.

د اجرايیه ریاست په خبرپاڼه کې راغلي چې اجرائیه ريیس عبدالله عبدالله به سبا [شنبه] په دې اړه له ولسمشر سره خبرې وکړي.

په افغانستان کې د برېښنايي تذکرو د وېش موضوع په تېرو څو کلونو کې د ولسي جرګې او حکومت تر منځ تر ټولو جنجالي موضوع وه چې په دې وروستیو کې د ملي شورا ګډې کمېټې د وګړو د ثبت او احوالو د قانون په تړاو، د ولسمشر د تقیني قرمان په تايید سره ورته د وېش لار هواره کړه.

XS
SM
MD
LG