د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان پوځ سعودي عرب ته د سرتېرو استولو اعلان کړی


پاکستان سعودي ته د پوځ استولو پرېکړه پر داسې وخت کړی چې ریاض په یمن کې د حوثي یاغیانو ضد جنګېږي

پراګ - د پوځ عامه اړیکو دفتر (ای اېس پي ار) د پنجشنبې یا زیارت پر ماښام په یوه بیان کې ویلي، د پاکستانیو سرتېرو دا قطعه به په سعودي عرب کې د پوځیانو د ((روزنې)) او هغوی ته ((مشورو)) ورکولو دنده پرمخ وړي.

بیان وايي، د نویو سرتېرو ډله او هلته وار له مخه موجود پاکستاني پوځیان به له سعودي خاورې بهر نه ځای پر ځای کېږي.

د پاکستان پوځ دا بیان تر هغې وروسته خپور کړی چې د پوځ مشر جنرال قمر جاوېد باجوه د فبرورۍ پر ۱۵مه په اسلام اباد کې د سعودي عرب له سفیر نواف سعید المالکي سره ولیدل.

پوځ په یوه جلا خپور کړي بیان کې ویلي، دواړو چارواکو په ملاقات کې پر دوه اړخیزه اړیکو او ((سیمه ییز امنیت خبرې وکړې.))

ای اېس پي ار ویلي، سعودي ته د پوځیانو استولو پرېکړه له ریاض سره د دوه اړخیزه امنیتي همکاریو د تسلسل برخه ده.

بیان زیاتوي، د پاکستان پوځ له ((خلیج همکارۍ سازمان او د سیمې له هېوادونو سره د امنیتي همکاریو)) اړیکي لري.

پوځ دا اعلان پر داسې وخت کړی دی چې د سعودي عرب په مشرۍ نړیوال اېتلاف په یمن کې د حوثي یاغیانو پر ضد عملیاتو ته دوام ورکړی دی.

په یمن کې د دې عملیاتو له کبله د ریاض او تهران ترمنځ تعلقات هم خراب دي ځکه چې دواړه لوري پر یو بل د سیمې د بې ثباتۍ او د مخالفو خواو د ملاتړ تور پورې کوي.

د پاکستان پارلېمان د ۲۰۱۵ز کال په جولای کې په یوه خوله پرېکړه کړې وه چې د یمن په لانجه کې به د هېڅ خوا پلوي نه کوي.

هغه مهال د قامي اسمبلۍ او سېنېټ په ګډه غونډه کې ویل شوي ول چې پاکستان د سعودي عرب د ځمکنۍ بشپړتیا لپاره ورسره ((اوږه په اوږه درېږي)) خو د یمن په جګړه کې بېطرفه پاتې کېږي.

ریاض او تهران د یمن او شام په شخړو کې د مخالفو خواو ملاتړي دي.

د پاکستان پوځ مشر جنرال قمر جاوېد باجوه د فبرورۍ پر ۱۲مه په اسلام اباد کې له ایراني سفیر مهدي هنردوست سره هم لیدلي ول.

د فبرورۍ پر ۱۲مه، پوځ په بیان کې ویلي ول چې دواړو پر ((دوه اړخیزه اړیکو او د پولې پر انتظام بحث کړی دی.))

ستاسې نظر

تبصرې ښکاره کړئ

XS
SM
MD
LG