د لاسرسي ځای

تازه خبر

مشال خان قضیه: سزا شویو هایکورټ کې غوښتنلیک دایر کړی


د هریپور په زندان کې د ترهګرۍ ضد عدالت د فبرورۍ پر اوومه فیصله واوروله
د هریپور په زندان کې د ترهګرۍ ضد عدالت د فبرورۍ پر اوومه فیصله واوروله

پراګ - د مردان د ولي خان پوهنتون د زده کوونکي مشال خان په وژنه سزا شویو ۱۳ کسانو په پېښور هایکورټ کې د هریپور عدالت د فیصلې پر ضد درخواست داخل کړی دی.

د فبرورۍ پر اوومه د هریپور په زندان کې د ترهګرۍ ضد عدالت د مشال خان د وژنې په اړه په خپله فیصله کې عمران علي ته د مرګ او ځېنو نورو کسانو ته له عمر قیده واخله تر پینځو کلونو پورې د بند سزاګانې واورولې.

عدالت په فیصله کې ۲۶ کسان خوشې هم کړل.

د عمران علي وکیل وايي، د ثبوتونو نشتوالي له کبله دې عدالت د هغه سزا ختمه کړي.

خو د مشال خان یو وکیل ممتاز خان مشال راډیو ته ویلي چې ایین او قانون هر چا ته د فیصلې ضد نورو عدالتونو ته د تګ اجازه ورکوي خو د ده په اند، د مشال په قضیه کې سزا شوي کسان ښايي په خپل اقدام کې بریالي نشي.

دی وايي، د دې لامل دا دی چې دوه ډوله شواهد موجود دي. یو خو واقعاتي ثبوتونه دي او بل ویډیوګانې ښيي چې خلک مشال خان وهي او بیا یې وژني.

د ۲۰۱۷ز کال د اپرېل پر ۱۳مه پارېدلو کسانو پر مشال خان د مذهب د سپکاوي تور پورې کړ او بیا یې وواژه.

پولیسو او تحقیقاتي ډلې وروسته پر نوموړي د مذهب د سپکاوي تور ناسم وباله.

د ده وکیلانو وار له مخه په پېښور هایکورټ کې د ۲۶ کسانو د خوشې کولو ضد درخواست دایر کړی.

  • انځور سایز

    منور شاه

    منور شاه  له ۲۰۱۰ز کال راهيسې د مشال رېډیو همکار دی. هغه د تعلیم په هکله اوونيزه خپرونه روښانه مستقبل هم وړاندې کوي.  

XS
SM
MD
LG