د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان پوځ پر قبایلو د وطن کارډ شرط ختم کړ


په اسلام اباد کې د پښتنو د ناستې پر وخت پر وطن کارډ انتقادونه شوي ول
په اسلام اباد کې د پښتنو د ناستې پر وخت پر وطن کارډ انتقادونه شوي ول

پراګ - د پاکستان پوځ وايي، د قبایلي سیمو خلک نور خپلو کلیو ته د تګ لپاره وطن کارډ ته اړتیا نه لري.

د پوځ د عامه اړیکو دفتر (ای اېس پي ار) د زیارت پر ماښام په بیان کې ویلي، د خلکو شناختي کارډ به اوس د مرستو تر لاسه کولو او تګ راتګ لپاره کارېږي.

بیان وايي، که څوک شناختي کارډ نه لري نو د مې میاشت تر پای پورې وطن کارډ کارولای شي.

پوځ دا اعلان تر هغې وروسته کړی دی چې د پښتون ژغورنې غورځنګ غړو او مخکښانو د پنجشنبې پر ورځ په شمالي وزیرستان کې له پوځي چارواکو سره ولیدل.

د پلاوي مشر محسن داوړ وویل، ټولو ته مبارکي ورکوي ځکه چې دا یې ((عملي ګټه ده.))

دی وايي، ((بله مسله دا وه چې په هره سیمه کې به چې بده پېښه وشوه نو کرفیو به ولګېده، وهل ټکول او د خلکو بې عزتي کېده.))

د داوړ په خبره، پر امنیتي پوستو هم خلک ((بېعزته کېدل)) نو اوس ورته چارواکو ویلي چې کیمرې به لګوي او څار به کوي چې هېچا سره زیاتی ونشي.

​د پښتون ژغورنې غورځنګ یوه بل غړي مجاهد خان وزیر ویلي، پوځي چارواکو ورته د ورکو شویو کسانو د خوشې کولو په اړه هم ډاډ ورکړی:

((پوځي چارواکو راته وویل، تاسې د ورکو کسانو لېسټونه راکړئ، موږ به وګورو، که دا کسان له موږ سره وي او بېګناه وي نو خوشې به یې کړو، که په جرمونو کې لاس لري نو پولېټېکل چارواکو او جرګې ته به یې وسپاري.))

وزیر زیاتوي چې پوځ ورته ویلي، د دې دندې لپاره یې د پوځ په مرکزي دفتر کې یو افسر هم ټاکلی دی.

د پښتون ژغورنې غورځنګ وايي، د فبرورۍ له لومړۍ څخه تر ۱۰مې پورې له احتجاجي ناستې راهیسې یو شمېر ورک کسان خوشې شوي او کورونه ته رسېدلي دي.

غورځنګ وايي، د شنبې یا خالي پر ورځ یې پلاوی جنوبي وزیرستان ته ځي چې هلته له چارواکو سره د ځمکلاندې بمونو پاکولو په اړه وغږېږي.

  • انځور سایز

    منور شاه

    منور شاه  له ۲۰۱۰ز کال راهيسې د مشال رېډیو همکار دی. هغه د تعلیم په هکله اوونيزه خپرونه روښانه مستقبل هم وړاندې کوي.  

XS
SM
MD
LG