د لاسرسي ځای

تازه خبر

نواز شریف: نازېبا الفاظ د قاضیانو له رتبې سره سمون نه خوري


پراګ - د پاکستان پخواني وزیراعظم نواز شریف ویلي، د ناښایسته الفاظو کارول د قاضیانو له رتبې سره سمون نه خوري.

نوموړي د پنجشنبې یا زیارت پر ورځ احتساب عدالت ته تر حاضرېدو وروسته خبریالانو ته وویل، قاضیان د ده لپاره نامناسبه کلمې او نومونه کاروي:

((د اعلا عدالتونو ججان صاحبان چې دا مهال زما لپاره کوم نومونه کاروي، زما په اند دا یې له منصب سره سمون نه خوري. بلکې دا د منصب سپکاوی دی. هره ورځ موږ په رسنیو کې وینو او اورو چې قاضیان صاحبان زموږ لپاره د ډان (یعنې بدمعاش)، مافیا او غلو، ډاکوانو الفاظ کاروي، ایا دا هم د عدالت په سپکاوي کې راځي او که نه؟))

د قانوني چارو پوه او د سپریم کورټ بار اسوسي اېشن پخوانی مشر قاضي انور وايي، قاضیان باید عوامي خبرې او یا د سیاسي څرګندونو ځواب ورنکړي.

انور وايي، اوس نواز شریف خبرې کړې دي، که جج سبا د دې ځواب ورکړي نو دا لړۍ به تر کومه روانه وي؟

د ده په خبره، عدلیه، انتظامیه او مقننه د یو هېواد اساسي ادارې دي چې که د یو بل پر ضد ویناګانې او اقدامات پیل کړي نو د دولت ثبات زیانمنوي او د خلکو باور ورباندې کمېږي.

  • انځور سایز

    منور شاه

    منور شاه  له ۲۰۱۰ز کال راهيسې د مشال رېډیو همکار دی. هغه د تعلیم په هکله اوونيزه خپرونه روښانه مستقبل هم وړاندې کوي.  

XS
SM
MD
LG