د لاسرسي ځای

تازه خبر

"پاکستان کې د ماشومانو حقونو د سرغړونې زرګونه پېښې شوې دي"


پراګ - د پاکستان د بشري حقونو وزارت قامي اسمبلۍ ته ویلي چې په هغه هېواد کې د تېرو پینځو کلونو په موده کې د ماشومانو د ځورونو او د هغوی د حقونو د سرغړونو شاوخوا ۱۸ زره پېښې شوې دي.

قامي اسمبلۍ ته د چارشنبې پر ورځ په وړاندې شوي رپورټ کې ویل شوي دا هغه پېښې دي چې ثبت شوې دي.

خو د ماشومانو د حقونو ادارې (سپارک) د قبایلي سیمو او خیبر پښتونخوا د څانګې مشر جهانزېب خان مشال راډیو ته ویلي، شمېر تر دې هم زیات دی ځکه چې اکثر پېښې نه ثبتېږي.

دی وايي، پر ماشومانو د جنسي تېري پېښې اکثر هغه کسان کوي چې کورنۍ یې پېژني نو په مخنیوي کې یې د حکومت تر څنګ د مور و پلار رول ډېر مهم دی.

ده تور پورې کړ چې د خیبر پښتونخوا حکومت په صوبه کې د ماشومانو د خوندیتوب ځېنې څانګې تړلې دي، قوانین نه عملي کوي او ان دا سروې یې هم نه ده کړې چې پر څومره ماشومانو تېری شوی دی.

خو د خیبر پښتونخوا د ماشومانو د حقونو کمېشن مشر اعجاز خان دا تورونه ردوي او زیاتوي دوی د ماشومانو خوندیتوب او حقونو ته ژمن دي.

XS
SM
MD
LG