د لاسرسي ځای

تازه خبر

پراګ - د مردان په ولي خان پوهنتون کې د وژل شوي مشال خان ورور اېمل خان د هغو ۲۶ کسانو پر ضد په پېښور هایکورټ کې درخواست دایر کړی چې د ترهګرۍ ضد عدالت یې د خوشې کولو امر کړی وو.

د فبرورۍ پر اوومه د ترهګرۍ ضد عدالت په هریپور زندان کې خپله فیصله اورولې وه. عدالت عمران علي ته د مشال خان د وژنې په تور د مرګ، پینځو نورو کسانو ته د عمر قید متعدې سزاګانې او پینځو نورو ته د څلور، څلور کلونو د بند سزاګانې واورولې. همدې عدالت د ۲۶ کسانو د خوشې کولو امر ورکړ.

د مشال خان د کورنۍ وکیل فضل خان وايي، دوی ځکه هایکورټ ته تللي چې د ده په خبره، کله یوه ډله د یو کس د وژنې په نیت ورشي نو که په ډله کې ځېنو کسانو دا کار کړی وي او ځېنو یې نه وي هم کړی نو له قانون سره سم ټولو ته باید سزا ورکړل شي.

د ۲۰۱۷ز د اپرېل پر ۱۳مه پارېدلو کسانو پر مشال خان د مذهب د سپکاوي تور پورې کړ او ویې واژه. تحقیقاتي ډلې او پولیسو وروسته وویل، پر نوموړي د مذهب د سپکاوي تور غلط وو.

تر دې وروسته له جولای څخه د ۲۰۱۸ز کال د جنورۍ تر پایه په هریپور کې عدالت هره اوونۍ د مشال خان د مقدمې دوه اورېدنې وکړې او بیا یې فیصله واوروله.

XS
SM
MD
LG