د لاسرسي ځای

تازه خبر

'د ترهګرۍ او نشه يي موادو پرضد باید جدي مبارزه وشي'


رپورټ: ناجیه ساپۍ، ازادي راډیو

په کابل کې د امریکا د مرکزي قومندانۍ په نوښت د ۱۲هېوادونو د امنیتي چارواکو او لوی درستیزانو په دوه ورځني ناسته کې د نشه يي موادو او ترهګري پر وړاندې پر ګډې مبارزې ټينګار شوی.

د افغانستان دفاع وزارت وايي، نشه يي موادو او ترهګرۍ نړیوالې او سیمه ییزې اندېښنې راپارولي او ټول باید په یو غږ د دې پدیدي مخه ونیسي.

د دغه وزارت ویاند دولت وزیري د چارشنبې په ورځ مشال راډيو ته وویل، د دې ناستې ګډون کوونکو هېوادونو له نشه يي موادو او ترهګرۍ سره مبارزه اړینه وبلله او ټينګار یې وکړ چې له هرې ممکنه لارې يې باید مخنیوی وشي.

نوموړي وايي، ټولو هېوادونو ټینګار وکړ چې په دغو دوو برخو کې باید مرسته وشي، ترڅو له ترهګرۍ او د نشه يي موادو له قاچاق څخه مخنیوی وشي.

ده وویل، په دې برخه کې ټول ګډونکوونکي هېوادونه هم نظره ول او همدارنګه پر دې هم ټينګار وشو چې هر هېواد دنده لري چې په دې برخه کې بشپړ او عملي ګامونه واخلي.

دغه دوه ورځنۍ ناسته چې د امریکا د مرکزي قومندانۍ له لوري په کابل کې جوړه شوې وه د سېشنبې پر ورځ پای ته ورسېده.

یاده ناسته کې د افغانستان ترڅنګ د پاکستان، جنوبي او منځني اسیا هېوادونو لوی درستیزانو او امنیتي چارواکو ګډون کړی وو.

د دغې ناستې مشري په افغانستان کې د ناټو د غوڅ ملاتړ ماموریت ځواکونو عمومي قومندان جنرال جان نیکالسن پر غاړه وه.

د دغو ځواکونو ویاند ویلي، دا ناسته د سیمې د پوځي لوړ پوړو چارواکو لپاره یو لوی فرصت و ترڅو د سيمې او افغانستان امنیتي وضیعت د ښه کېدو لپاره همکاري ډېره کړي.

په همدې حال کې یو شمیر امنیتي کارپوهان یادې ناستې ته په اشارې وايي، د سیمې په ځانګړي ډول د منځني اسیا هېوادونه د ترهګرۍ د فعالیتونو له پراختیا اندېښمن دي او د نشه يي موادو قاچاق هم دوی ته لوی سر خوږی جوړ کړی.

له ډلې يې عتیق الله امرخیل وویل، دغه ناسته له نشه يي موادو او ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې اغېزناکه ده؟

نوموړي وایي،د دغو هېوادنو له خبرو ښکاره شوه چې د ترهګرۍ پر وړاندې باید جدي مبارزه وشي.

ده وویل،کومو هېوادونو چې په دغه ناسته کې ګډون کړی ټول له ترهګرۍ سره پر مبارزې د دغې پدیدي مرکزونو او نشه يي موادو قاچاق پرضد وو،دا یو ډول فشار دی خو اصلي مسله امریکا او ناټو ته ورګرځي یعني اړتیا ده چې پر پاکستان فشارونه ډېر کړي.

له بلي خوا د پاکستان پوځ په یوه خبرپاڼه کې د پوځ مشر قمر جاوید باجوه چې د کابل په ناسته کې يې ګډون درلود له قوله راغلي چې پاکستان په خپله خاروه کې د ترهګرۍ ځالې له منځه وړي او په دې برخه کې هلې ځلې روانې دي.

XS
SM
MD
LG