د لاسرسي ځای

تازه خبر

د کندهار امنیتي چارواکي وايي، تېره شپه يې د کندهار په نېش ولسوالۍ کې په یوه هوايي برید کې ۴۳ وسله وال طالبان وژلي او۲۰ نور يې ټپیان کړي دي.

د کندهار د امنیه قوماندان جنرال عبدالرازق سيکرتر غورځنګ افریدي نن [سېشنبه] مشال راډیو ته وویل چې وسله والو طالبانو تېره شپه پر شمالي ولسوالۍ نېش د څلورو خواو بريد وکړ.

د نوموړي په وینا د وسله والو له برید سره هم مهاله هوايي کمکي ځواک سیمې ته ورسېدی او د بمبار په پایله کې ۴۳ وسله وال طالبان وژل شوي او ۲۰ نور ټپیان شوي دي.

افریدي: په دغه برید کې د طالبانو ګڼ وسایل هم ویجاړ شوي.
افریدي: په دغه برید کې د طالبانو ګڼ وسایل هم ویجاړ شوي.

افریدي زیاتوي چې په دغه برید کې د وسله والو طالبانو یو شمېر موټرونه او موټر سایکلونه تخریب شوي او دغه راز وسلې او مهمات د افغان ځواکونو لاس ته ورغلي دي.

چارواکي وايي چې په دغه برید کې افغان امنیتي ځواکونو ته تلفات نه دي رسېدلي، خو وسله وال طالبان وايي چې په دغه برید کې يې د امنیتي ځواکونو دوې پوستې نیولي او شااوخوا ۲۰ پولیس يې وژلي دي.

په عین وخت کې وسله والو طالبانو د کندهار په تخته پول ولسوالۍ کې ۱۱ملکي وکړي له دولت سره د همکارۍ په تور یرغمل کړي دي.

ځايي اوسېدونکي وايي چې تېره ورځ وسله وال طالبان د واده مراسمو ته ورغلي او ۱۱ ملکي کسان يې له حکومت سره د همکارۍ په تور بېولي دي.

یوې امنیتي سرچينې مشال راډیو ته دغه پېښه تايید کړې او ویلي يې دي چې د دغه کسانو د راخوشي کېدو لپاره يې هڅې پیل کړي دي.

وسله والو طالبانو تر اوسه د دې پېښې په اړه څه نه دي ویلي.

راپور :محمد صادق رښتینی

د مشال ویډیوګانې، انځورونه

انځورونه، ویډیوګانې

لواړګي کې د ډینګي ناروغۍ اګهۍ کمپاین
تم شئ

No media source currently available

0:00 0:01:29 0:00
تفصیل...
XS
SM
MD
LG