د پاکستان د پوځ مشر جنرال قمر جاوید باجوا نن د سېشنبې په ورځ په یو امنیتي کانفرانس کې د ګډون په موخه کابل ته رسیدلی.
په دې کانفرانس کې د افغانستان ترڅنګ د امریکا لوړ پوړي قوماندانان او د منځنۍ اسیا چارواکي هم ګډون لري.
د امریکا د مرکزي قوماندې په نوښت دا غونډه د دوشنبې ورځې راهیسې پیل شوې ده.
په کابل کې چارواکو مشال راډیو ته وویل چې جنرال باجوا د خپل پلاوي په مشرۍ د پاکستان استازيتوب کوي.
د افغانستان د دفاع وزارت ویاند دولت وزیري وايي په دې کانفرانس کې د منځنۍ اسیا د څلورو هیوادونو د پوځ مشران هم ګډون کوي.
نوموړی وايي تمه ده چې په دې کانفرانس کې د ترهګرۍ د ختمولو او د نشه يي موادو د مخنیوي په اړه مهمې خبرې وشي.
اټکل کېږي چې جنرال باجوه به له لوړ بوړو افغان چارواکو سره هم د غونډې په څنډه کې وګوري.