د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ازبکستان او پاکستان بهرنيوو چارو وزيرانو د افغانستان په اړه خبرې کړي


خواجه محمد آصف او عبدالعزيز کاميلوف
خواجه محمد آصف او عبدالعزيز کاميلوف

د ازبکستان بهرنيوو چارو وزیر عبدالعزيز کاميلوف د خپل پاکستاني سيال خواجه محمد اصف سره په داسې حال کې پرون د سيمې پر امنیت خبرې کړې چې د افغانستان د ملي امنيت سلاکار، محمد حنيف اتمر د یوه لوړ پوړي امنیتي پلاوي سره تاشقند ته تللی دی.

د پاکستان بهرنيوو چارو وزارت د فرورۍ په دولسمه په يوه خبرپاڼه کې وويل چې کاميلوف او آصف تجارت، اقتصاد او نورو مسايلو په اړه خبرې وکړي. د ازبکستان د بهرنيوو چارو وزارت بيا په همدغه ورځ په يوه خبرپاڼه کې وويل چې دواړو خواوو يادونه وکړه چې په افغانستان کې روان حالت د سولې خواته بېول به سيمه ييزې همکارۍ ته چټکه وده ورکړي.

کاميلوف تر دې يوه ورځ مخکې په تاشقند کې د افغانستان د ملي امنيت سلاکار، محمد حنيف اتمر سره کتلي وو. د اتمر دفتر په يوه خبرپاڼه کې ويلي چې دواړو د ترهګرۍ سره په مبارزې او اقتصادي راکړې ورکړې خبرې کړې دي. د نوموړي وياند قادرشاه مشال راډيو ته وويل چې دا ناستې ډېرې مهمې دي.

((د منځنۍ اسيا هېوادونه د ترهګرۍ سره مبارزې، د مخدره موادو قاچاق مخنيوي او تجارت په لړ کې د افغانستان لپاره ډېر مهم دي. ازبکستان په دې هېوادونو کې مهم رول لري. موږ ورسره په دې اړه کار کوو چې څنګه سيمه ييز امن ته لار برابره شي.))

د پاکستان بهرنيوو چارو وزارت په خپله خبرپاڼه کې ويلي چې د ازبکستان بهرنيو چارو وزیر د خپل ولسمشر هغه بلنه د ځان سره وروړې وه چې نوموړي پکې د پاکستاني ولسمشر ممنون حسېن څخه د تاشقند ته د سفر هيله ښودلې.

د خبرپاڼې د دې سفر موخه د “سولې بهیر او د سيمه ييز امنيت لپاره د هم آهنګۍ زياتول” په نامه کنفرنس کې برخه اخيستل دي. دا غونډه د مارچ په شپږ وېشتمه او اوه وېشتمه کېږي.

د افغانستان د ملي امنيت شورا پرونۍ خبرپاڼې د دغه کنفرنس يادونه کړې ده. په خبرپاڼه کې د حنيف اتمر سره د عبدالعزیز کاميلوف شوي ملاقات په حواله راغلي چې ازبک لوري ورته ويلي چې د دې غونډې په جوړولو او نورو هلو ځلو په کولو سره به د افغانستان امنيت لپاره خپل رول لوبوي.

XS
SM
MD
LG