د لاسرسي ځای

تازه خبر

انتخاباتو کمېشن د سېنټ ټاکنو امېدوارانو اسناد څېړي


پخواني تصوير: څيړونکي وايي سېنټ کې د مسلم لېګ (ن) اکثريت ښايي د نوازشريف واپسۍ ته لار هواره کړي
پخواني تصوير: څيړونکي وايي سېنټ کې د مسلم لېګ (ن) اکثريت ښايي د نوازشريف واپسۍ ته لار هواره کړي

د پاکستان انتخاباتو کمېشن د سينټ ټاکنو لپاره د کانديدانو يا امېدوارانو لیست خپور کړی دی. د دې کمېشن پر ويب سايټ راغلې چې د فرورۍ تر دولسمې پورې له قبايلي سيمو څخه ۲۸ او خېبر پښتونخوا څخه ۳۴ کسانو ځانونه نومولي دي.

په پاکستان کې د قامي اسمبلۍ د سېنټ ټاکنې د مارچ په درېيمه کېږي. د ټاکنو کمېشن وياند الطاف احمد د فرورۍ په دولسمه مشال راډيو ته وويل چېدا وخت د کاغذونو په څېړلو بوخت دي او که پر کوم کانديد درغلي ثابته شوه، هغه به په ټاکنو کې له سيالۍ منع کېږي.

نوموړی زياتوي: ((موږ د کورنيوو چارو وزارت او د مالي سرچينو څارنې بيورو سره په شريکه کار کوو. دا ګورو چې کوم کانديد مالي درغلي يا کوم بل جرم نه وي کړی. که داسې څوک وي نو موږ به هغه نه پرېږدو چې ټاکنو کې ودرېږي.))

په سېنيټ کې د اکثريت له کبله به مسلم لېګ (ن) په يو بل شکل کې په واک کې پاتې شي.
رضا رومي

د الطاف احمد په خبره د حتمي نوماندانو ليست به دوه ورځې وروسته خپور شي. د پاکستان حکمران ګوند مسلم لېګ (ن) يو سينيټر او د چاپېريال ساتنې وزير، مشاهد الله خان د جنورۍ په نهه ويشتمه مشال ريډيو سره خبرو کې د دې ټاکنو کېدلو د اعلان هرکلی کړی وو. هغه ويلي وو چې دا انتخابات هغه ګونګوسي له منځه وړي چې ويل کېدل، د سېنټ ټاکنو په خپل وخت نه کېدل به حکومت چپه کړي.

د مارچ په يوولسمه نېټه د ۵۲ سينټرانو د کار شپږ کلنه دوره پای ته رسي چې ۲۶ پکې د اپوزيشن ګوند، پيپلز پارټي دي. د مسلم لېګ (ن) له ۲۷ سينيټرانو څخه د نهو د کار موده ختمېږي. سينيټ ټول ۱۰۴ غړي لري چې له هرې صوبې ورته درويشت کسان ورځي. اته د قبايلي سيمو او څلور د اسلام اباد وي.

د څېرونکو په خبره په دې حساب اوسنی حکمران ګوند مسلم لېګ (ن) کولی شي په راتلونکې سېنټ کې اکثريت واخلي.

سپريم کورټ نوازشريف د درغليوو په يو کېس کې نا اهل ګرځولی دی
سپريم کورټ نوازشريف د درغليوو په يو کېس کې نا اهل ګرځولی دی

د سياسي چارو پوه، رضا رومي وايي همدا وجه ده چې دغه ګوند د سېنټ ټاکنو کېدلو ته خوشاله دی. ((که په عمومي ټاکنو کې دا ګوند انتخابات وبايلي بيا هم کولی شي په سېنټ کې د اکثريت له کبله د قوانينو په منظورولو يا ردولو کې لوی رول ولوبوي. يوه بله مهمه خبره دا ده چې که دا ګوند په سينټ کې اکثريت ولري او نوازشريف بېرته سياست ته راتلل غواړي نو دوی دا کار، په قانون کې د واضح بدلون په کولو او له سينيټه يې د منظورۍ له لارې کولی شي.))

په پاکستان کې عمومي انتخابات د ۲۰۱۸ کال په راتلونکې جولايي مېاشت کې کېږي.

XS
SM
MD
LG