د لاسرسي ځای

تازه خبر

نادرا په باجوړ او مومندو کې يو نيم ميليون ابادۍ لپاره يوازې ۴ دفترونه لري


باجوړ
باجوړ

د مومندو او باجوړ ځيني خلک وايي دلته موجود د ثبت او ډېټابېس ملي ادارې (نادرا) دفترونو د کمي له وجې ورته د شناختي کارډونو په جوړولو او نوي کولو کې ستونزې دي. دا په داسې حال کې ده چې پاکستان کې درې نيمې مېاشتې وروسته عمومي ټاکنې کېږي چې شناختي کارډ لرل ورته لازمي دي.

په باجوړ کې يو نادرا دفتر په مرکز خار او بل په ناوګۍ کې دی. په مومندو کې هم د نادارا دوه دفترونه دي. يو په يکه غونډ او بل په غلنۍ کې دی. خو د يادو ایجنسيوو خلک وايي دا کافي نه دي.

د بره مومندو د خوېزو سيمې نېک محمد وايي د خپلې ستونزې په اړه مشال رېډيو ته وويل چې د يکه غونډ او غلنۍ دواړه نادرا دفترونه له دوی ډېر ليري دي نو ځکه دې ورته حکومت په بره مومندو کې يو بل دفتر جوړ کړي. ((د نادرا دفتر مسله ډېره لویه ده. د غلنۍ پر دفتر ګڼه ګوڼه بيخي ډېره وي. یکه غونډ خو بيخي ډير ليري دی. خویزي او بيزي ټول غلنۍ ته ورځي. موږ ته يو بل دفتر پکار دی ځکه چې په غلنۍ کې موږ ته په څلورمه يا پنځمه ورځ نمبر راځي.))

مومند
مومند

بلخوا په باجوړ کې د سالارزو اوسيدونکی، عجب خان وايي د ليري پرتو سيمې خلک د ناوګۍ او خار نادرا دفترونو ته نه شي تللی. د ده په خبره خلک دومره وس نه لري چې د ليري سفرونه وکړي.

((د زنانوو بېول لا بل غټ مشکل دی. ټوله ورځ راباندې تېره شي. ښځې مو هلته د تحصيلدار د دفتر مخې ته کښېنولې وي. په هغه هم ډېره ګڼه ګوڼه وي. نو موږ سالارزو له که يو بل د نادرا دفتر جوړ کړي، ډېره به ښه شي.))

په پاکستان کې د ۲۰۱۷ کال د شوې سرشمېرنې شمېرې ښيي چې په باجوړ کې څه دپاسه يو ميلون خلک اوسي. د سرشمېرنې دفتر په خپل ويب سايټ د دغو شمېرو تر څنګ د مومندو په اړه ليکلي چې په دې ايجنسۍ کې د خلکو شمېر څلور لکه او شپېته زره دی.

په پاکستان کې په دې وروستيوو کې په زرګونو شناختي کارډونه تر جعلي ګرځولو وروسته بند کړي دي.

پر دې سياسي ګوندونو نيوکې کړې چې د قبايلو شمېر پکې کم ښودل شوی خو د مومندو فردوس خان وايي که دا کمې شمېرې هم کره ومنل شي، بيا هم په ټولو مومندو د دوو نادار دفترونو شتون کم دی. ((خلکو ته ډېر زيات مشکلات دي. ځيني خلک بايد نوي شناختي کارډونه واخلي او ځيني پخواني هغه نوي کول غواړي. د غلنۍ نادرا دفتر ته چې زموږ خلک ځي نو هغوی ته د ګڼې ګوڼې له وجې وايي چې بله ورځ راشئ.))

په پاکستان کې دا کال د جولايي په مېاشت کې عمومي ټاکنې کېږي. دې کې به د قبايلي سيمو خلک هم برخه اخلي. خو د انتخاباتو کمېشن وايي که څوک شناختي کارډ ونه لري نو هغوی به دې ټاکنو کې رايه نه شي اچولی.

د دې کمېشن وياند الطاف احمد نن مشال راډيو ته وويل چې په دې اړه يې د نادرا دفتر سره خبرې روانې دي او کوښښ کوي چې په قبايلي سيمو کې ليري پرتو کلو ته د شناختي کارډونو لپاره ګرځنډه ټېمونه ولېږل شي. ((دا ډېره لويه مسله ده او حل يې اهم دی. موږ پرې نادرا سره خبرې کړې دي چې د شناختي کارډونو جوړولو لپاره موبايل ټېمونه ولېږي. نو کوښښ کوو چې دا مسله حل شي.))

XS
SM
MD
LG