د لاسرسي ځای

تازه خبر

وزیرستاني کډوال: افغان حکومت مو د بېرته ستنېدو مخه نه ده نیولې


په خوست کې مېشت وزیرستاني کډوال
په خوست کې مېشت وزیرستاني کډوال

خوست ـ په خوست کې مېشت وزیرستاني کډوال وايي، چې د افغانستان دولت او خلکو يې د بېرته ستنېدو مخه نه ده نیولې، بلکې دوی په خپله پرېکړه کړې، هغه مهال به وزیرستان ته ستنیږي، چې د پاکستان حکومت لخوا د دوی د مهاجرت حقوق تضمین شي او د ښه ژوند ډاډ ترلاسه کړي.

یادې څرګندونې د دوشنبې په ورځ د وزیرستانیو کډوالو یو شمېر مشرانو د خوست د کډوالو چارو ریاست په انګړ کې رسنیو سره د یوې خبرې ناستې پر مهال وکړې.

حیات محسود
حیات محسود

د وزیرستانیو کډوالو د شورا مشر ډاکټر حیات محسود چې د کډوالو د بېرته ستنیدنې په اړه د مشرانو ۸ ماده ییز پرېکړه لیک ولوست په کې راغلي ول، چې پاکستان حکومت دې د UNHCR ادارې په وساطت دوی ته د ګاډو په ګډون د ټولو توکو د لېږدولو اجازه ورکړي.

په پریکړه لیک کې دا هم راغلي چې په تېرو پړوانو کې ستانه شوي کډوال هلته بې سرنوشته شوي او له ډول، ډول ستونزو سره مخامخ دي، چې له همدې کبله ځنې کډې بېا خوست ته راغلي دي.

په پرېکړه لیک کې د پاکستان له پوځه غوښته شوې چې د دوی سیمې دې له فرش شویو ماینونو پاکې شي، ځکه یوازې په ۲۰۱۷ کال کې ۶۸ ملکي کسانو ته د ماینونو په چاودنو کې مرګ ژوبله اوښتې ده.

په پریکړه لیک کې زیاته شوې:

((موږ تر هغه بېرته وزیرستان ته نه ستنیږو چې UNHCR ادارو د نړیوالو قوانینو مطابق زموږ لپاره د بېرته تګ زمینه برابره کړې نه وي، هغه وخت شمالي وزیرستان ته ستنیږو چې د پاکستان د حکومت لخوا زموږ د مهاجرت د حقوقو تضمین او د ښه ژوند ډاډ ترلاسه کړو.))

د وزیرستانیو کډوالو یو تن ملک شیرعزیز وویل، دوی ځکه د UNHCR په چوکاټ کې ستنیدل غواړي چې یاده اداره به دوی سره د کورونو، جوماتونو، ښوونځیو او نورو تاسیساتو په رغولو کې مرسته وکړي.

ملک جلال وزیر
ملک جلال وزیر

د وزیرستانیو کډوالو یو بل مشر مولوي جلال الدین وزیر وویل، دوی یو وخت په علي زیو کې د پاکستان د حکومت له چارواکو سره د واپسۍ په شرایطو خبرې کړې وې.

دوی وویل، د طالبانو سره سوله، یا د وسلوالو له شتونه د دوی د سیمو پاکولو يې وړاندیز وو، خو پاکستان حکومت د دوی غوښتنې ندي عملي کړي.

ملک حبیب هم وايي، پاکستان حکومت دې دوی پداسې حال کې نه غواړي چې سیمې يې د وسلوالو له شتونه ندي پاکې شوي.

وزیرستاني کډوال
وزیرستاني کډوال

دی وايي، مخکې يې هم ډېرې ستونزې برداشت کړي نو هغوی دې بیا په مشکلاتو کې نه ایساروي.

د خوست د کډوالو چارو رييس هاشم حلیم وايي، چې دا مهال په یاد ولایت کې اونیم زره بایومیټریک شوي وزیرستانيو کډوالو کورنۍ اوسیږي او خواشا درې زره نورې کورنۍ هم د پکتیکا له لمنې راکډه شوي، چې د هغو بایومیټریک هم پیل شوی، چې لدې پروسې وروسته به په منظم ډول میاشتنۍ مرستې ترلاسه کوي.

هاشم حلیم زیاته کړه،UNHCR وزیرستانیو کډوالو سره د مرستو د دوام ډاډ ورکړی او افغان حکومت به هم په خپله برخه کې هغوی ته د تعلیم او روغتیا په ګډون شته اسانتیاوې جاري وساتي.

XS
SM
MD
LG