د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغانستان: شپږ میلیونه ماشومانو ته د ګوزڼ واکسین ورکول کېږي


په کندهار کې ماشومانو ته د پولیو ضد څاڅکي ورکول کېږي

ناجیه ساپۍ، ازادي راډیو

کابل ـ د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي، شا وخوا شپږ میليونه ماشومانو ته به چې عمرونه یې له پنځه کلنۍ کم دي، له نن نه په پیل شوي کمپاین کې د ګوزڼ د واکسین څاڅکي ورکړل شي.

د یاد وزارت د پولیو د له‌‌ منځه وړلو پروګرام مسوول ډاکټر میوند احمدزي د دوشنبې په ورځ مشال راډيو ته وویل، دا کمپاین د روغتیا د نړیوال سازمان او یونسېف د ادارې په همکارۍ ترسره کېږي.

نوموړي وړاندې وویل، د ۲۰۱۸ میلادي کال له پیله تراوسه پوري د پولیو ۳ نوي پیښې ثبت شوې دي.

(( تېرکال یعني ۲۰۱۷ میلادي کال کې د پولیو ۱۴ پېښې ثبت شوي دي، او سږکال ۲۰۱۸ کال کې تردې دمه د پولیو ۳ پیښې ثبت شوي دي، یوه پېښه د کندهار په سپین بولدک او بله یې په شاولي کوټ او یوه پېښه هم د ننګرهار په کامې کې ثبت شوې ده.))

په کندهار ولایت کې ماشومانو ته د پولیو واکسین څاڅکي ورکول کېږي.
په کندهار ولایت کې ماشومانو ته د پولیو واکسین څاڅکي ورکول کېږي.

نوموړي وویل، دا په روان میلادي کال کې دوهم کمپاین دی چې د درېوو ورځو په اوږدو کې به د افغانستان په جنوب او جنوب ختیځو ولایتونو او د ختیځو په هغو ولسوالیو کې چې د پولیو له ګواښ سره مخ دي، ترسره شي.

خو د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي، لاهم د روانو ناامنیو له کبله د ۶۰ زرو په شااوخوا کې افغان ماشومان په بېلابېلو نا امنو سیمو کې د ګوزڼ له واکسینه بې برخې پاتې کیږي.

په همدې حال کې د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال نصرت رحیمي د دوشنبې په ورځ مشال راډيو ته وویل، دوی د پولیو واکسین لپاره د ۹۵ سلنه ساحو امنیت نیولی او د پاتې نورو لپاره هم د دیني عالمانو په مرسته هڅه کوي چې د پولیو واکسین ته زمینه برابره شي.

پولیو یوه ویروسي ناروغي ده چې د ماشومانو د تل پاتې فلج او معیوبیت لامل ګرځي.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي، د افغانستان، پاکستان او نایجیریا نه پرته د نړۍ په ټولو هېوادونو کې پولیو ختم شوی او اوس نړۍ په دې فکر کې ده چې په دغو هېوادونو کې هم ژر تر ژره ختم شي.

په همدې حال کې یو تن دینې عالم مولوی احسان الحق حنفي وايي، ټول دیني عالمان مکلف دي چې د پولیو واکسین د کمپاین په اړه خلکو ته عامه پوهاوی وکړي ترڅو افغانستان له دغې ویروسي ناروغۍ خلاص شي.

نوموړي مشال راډيو ته وویل:

((علمای کرام مکلف دي چې د عقایدو ترڅنګ د خلکو په روغتیا باندې هم پاملرنه وکړي او هغه څه چې انسان ته مضره او خطرناکه دي، دغه دنده هم دوی ادا کړي چې خلکو ته عامه پوهاوی وکړي او له ټولو هغو کړنو ځان وساتي چې دوي ته زیان رسوي.))

په همدې حال کې د افغانستان د عامې روغتیا وزارت هم له دیني عالمانو، د ټولنې د مشرانو او مخورو څخه غواړي چې د پولیو له ټیمونو سره همکاري وکړي او کورنۍ دې ته وهڅوي چې خپل ماشومان واکسین کړي.

XS
SM
MD
LG