د لاسرسي ځای

تازه خبر

شوکت عزیز: د فاټا اصلاحاتو د عملي کولو لپاره تحریک پیلوو


شوکت عزیز
شوکت عزیز

پراګ ـ د قبایلي سیمو زده کونکیو او د بیلا بیلو اتحادیو غړیو حکومت ته وخت ورکړی چې که زر تر زره یې فاټا اصلاحات عملي نه کړل نو یو وار بیا به تحریک پیل کړي او په اسلام اباد کې به احتجاجي ناسته وکړي.

د فاټا سټوډنټس اورګنایزېشن مشر شوکت عزیز مشال راډيو ته وویل، د یکشنبې په ورځ یې د پیښور په نشتر هال کې د قبایلي مشرانو و ځوانانو او د بیلا بیلو اتحادیو د غړیو یوې غونډې پرمهال لس نکاتي ایجنډا وړاندې کړه چې په متفقه توګه منظوره شوه.

((که د فاټا اصلاحات عملي نه شول نو د فاټا سیاسي اتحاد، پښتون ولسي تحریک او د قبایلي ځوانانو تنظیمونه تحریک پیلوي او په اسلام اباد کې به پرلت غځوي.))

شوکت عزیز زیاته کړه، په ایجنډا کې د ایف سي ار ختمولو، د بې کوره شوو ستنېدلو په ګډون ځېنې نورې خبرې شاملي دي. قبایلي مشران وايي، تمه ده چې د دوشنبې په ورځ به په سېنټ کې فاټا ته د عدالتي واک غځولو په اړه پر بیل خبرې وشي. دا بیل په جنوري میاشت کې قامي اسمبلۍ منظور کړې وو.

XS
SM
MD
LG