د لاسرسي ځای

تازه خبر

د افغانستان او پاکستان ترمنځ خبرو پرمختګ ولې ونه کړ؟


پراګ ـ د فرورۍ په لسمه په اسلام اباد کې د افغان او پاکستاني چارواکو له دوو ورځنیو خبرو اترو وروسته ګډه اعلامیه خپره نه شوه. دې کار یو شمېر پوښتنې مخې ته راوړې دي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت خپل بیان کې وویل د ترهګرۍ ضد ګامونو، د تشدد په کمولو او د سولې د هڅو په برخه کې د پام وړ پرمختګ نه دی شوی.

بلخوا د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند ډاکټر محمد فېصل بیا په خپل ټویټر یو پیغام کې وویل چې اسلام اباد او کابل د سولې او يووالي د عملي پلان په اړه په ځېنو موضوعاتو موافقې ته رسېدلي او نورو بحث ته اړتیا ده.

د دواړو اړخونو په بیانونو کې فرق څه معنا لري؟ په دې اړه د چارو پوه او پخوانی سفیر رستم شاه مومند وايي، د دومره اعلا پای له غونډې وروسته چې ګډه اعلامیه خپره نشي نو معنا دا چې خبرو اترو کې په ځینو نکاتو اساسي اختلافات موجود دي او دوی موافقې ته و نه رسیدل. زما په اند تر څو چې په افغانستان کې مزاحمت او تشدد دوام لري د هغې الزام به پاکستان راځي او اسلام اباد به کله په دروغه او کله په رښتیا خپله دفاع کوي.

سفیر رستم شاه مومند زیاتوي تر هر څه اول د اسلام اباد او کابل ترمنځ د اعتماد بحالي ډېره مهمه ده.

بلخوا د کابل پوهنتونو استاد نصرا لله ستانکزی وايي د دواړو هېوادونو ترمنځ د موجودو ستونزو په اړه نظرونو کې اختلاف د اړیکو د پرمختګ مخه نیسي.

افغان حکومت غواړي هغه ټولې ترهګرې ډلې چې په دغه هېواد کې فعالیت لري او د دوی په اند مرکزونه یې په پاکستان کې دي د هغوی مخه ونیسي خو پاکستان دا مني چې ګېني دغه ډلې په دې هیواد کې شتون لري. له اوسنیو غونډو پاکستان وخت تر لاسه کول غواړي او افغانستان د نړیوال فشار له موجودګۍ ګټه پورته کول غواړي.

په کابل کې د ورستیو بریدونو نه پس د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اعلا چارواکو د پلاوو تګ راتګ زیات شوی دی. په دې لړ کې تر اوسه د دواړو اړخونو اعلا چارواکو درې غونډې شوې دي.

  • انځور سایز

    منور شاه

    منور شاه  له ۲۰۱۰ز کال راهيسې د مشال رېډیو همکار دی. هغه د تعلیم په هکله اوونيزه خپرونه روښانه مستقبل هم وړاندې کوي.  

XS
SM
MD
LG