د لاسرسي ځای

تازه خبر

جلال اباد کې د اسلام اباد ناستې د ملاتړ غونډه وشوه


د جلال اباد د غونډې یوه څنډه
د جلال اباد د غونډې یوه څنډه

جلال اباد ـ د یکشنبې په ورځ زرګونو کسانو په جلال اباد کې د لرې پښتونخوا له ولسونو سره د پيوستون په موخه غونډه وکړه.

په دغه غونډه کې چې چې په یوه ځايي لوبغالي کې جوړه شوې وه، دیني عالمانو، قومي مشرانو، مدني فعالانو او د ولایتي شورا يو شمېر غړو ګډون وکړ او د لرې پښتونخوا د ولسونو سره یې ملاتړ اعلان کړ.

د افغانستان د ملي تحریک مشر محمد اسماعیل یون
د افغانستان د ملي تحریک مشر محمد اسماعیل یون

په غونډه کې بېلابېلو قومي مشرانو ویناوې وکړي چې يو هم په کې د ننګرهار د ولایتي شورا مرستيال لعل محمد درانی و. نوموړي د لرې پښتنو په ولسونو غږ وکړ چې خپل حق غوښتنې ته دوام ورکړي، دوی يې ملاتړي دي.

((د کوزې پښتونخوا ولس موږ ته په څلوېښت کلن مهاجرت کې د وروڼو مینه راکړې، هغوی زموږ وروڼه دي. نو اوس د دې وخت راغلی دی چې بر افغان د لر افغان غږ بدرګه کړي، خو د لر افغانانو نه زموږ دا هیله ده چې د حق غوښتنې کومه سلسله چې يې شروع کړې، دې ته ادامه ورکړي.))

د افغانستان د ملي تحریک مشر استاد محمد اسماعیل یون په خپلو خبرو کې وویل، دوی د پښتونخوا خلک او خاوره خپل ګڼي او پوښتنه به یې ارومرو کوي.

د غونډې یو ویناوال
د غونډې یو ویناوال

په ننګرهار کې دکونړ مېشتو د شورا مرستيال محمد انور سلطاني په خپلو خبرو کې وویل، اوس وخت راغلی چې پښتانه د لویو مرامونو لپاره لاسونه سره یو کړي.

((خان عبدالغفار خان د پښتنو د تربګنيو د ورکولو په خاطر د معرفت او علم لاره نيولې وه، د عدم تشدد لاره يې ونيوله، نن يې وخت راغلی چې موږ او تاسو په دغه سنګر کې خپل رول ادا کړو.))

د غونډې په پای کې يو پريکړه لیک هم ولوستل شو چې په يوه ماده کې يې راغلي وو.

‎د غونډې ګډونوال پر افغان حکومت هم غږ کوي چې یوازې په اعلامیو، پېغامونو او اخلاقي ملاتړ بسنه ونه کړي، د ټولو هغو لارو چارو ګټه واخلي چې په وس کې يې وي، د لرې پښتونخوا د ولسونو ننګه وکړي او د ډيورنډ په کرښه ازغن تارونه دې له منځه يوسي.

XS
SM
MD
LG