د لاسرسي ځای

تازه خبر

منظور پښتون: که وعدې عملي نه شي بيا احتجاج کوو


منظور احمد پښتون

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر، منظور پښتون وايي که د پاکستان حکومت ورسره په ليکلي بڼه کړې وعدې پوره نه کړي نو بيا به احتجاج پېلوي. هغه پرون په اسلام اباد کې د خپلې لس ورځنۍ ناستې تر ختمولو وروسته په خپله فېسبوک پاڼه خپرې کړې ويډيويي پېغام کې واضحه کړې چې کار يې لا ختم نه دی.

منظور پښتون ويلي چې دوی د حکومت سره په هوکړه د ملګرو سره تر مشورو ورسته سلا شول. ((که راسره شوې وعدې پوره نه شوې، ماينونه ونه ويستل شول، د لادرک کسانو موندلو لپاره کار ونه شو او د نقيب مسود وژونکو ته سزا ورنه کړل شوه نو موږ به له بېلابېلو پښتنو سيمو څخه په لکونو خلک بېا اسلام اباد ته راغونډوو او خپله سوله ييز احتجاج ته به دوام ورکوو.))

په اعلاميه کې دا هم ويل شوي چې حکومت به د جنوبي وزيرستان په مکين کې د نقيب الله مسود په نامه يو کالج جوړوي

پرون په اسلام اباد کې د پښتنو پرلت د يوې مياشتې لپاره وځنډول شو. د جنورۍ په شپږویشتمه پېل شوي، د پاکستان له د بېلابېلو سيمو پښتنو دا لاريونونه د نقيب مسود د قاتلانو د نيولو، په قبایلي سیمو کې ښخ شوو بمونو د پاکولو، د لادرکه کړل شوو کسانو د موندلو او د پښتنو نورو حقونو لپاره وو. دوی په اسلام اباد کې د لسو ورځو لپاره په احتجاج کښېناستل.

د مظاهره چيانو او حکومت ترمنځ شوی هوکړه ليک
د مظاهره چيانو او حکومت ترمنځ شوی هوکړه ليک

د احتجاج په ختمولو ځيني پوښتنې راولاړې شوي او په ځينو ټکو يې نيوکې کېږي. پر ټولنیزو مطبوعاتو خپرې شوې د حکومت او مظاهره چېانو تر منځ شوې هوکړه ليک کې يوازې دوه مسلې يادې شوې دي. يوه يې د نقيب مسود په وژنه تورن د پوليسو پخواني افسر راو انوار نيول او بله له جنوبي وزيرستانه د ماينونو پاکول دي.

همداراز دا اعلاميه د وزيراعظم سلاکار، انجنير اميرمقام له خوا لاسليک شوي او د کوم لوړپوړي پوځي يا ملکي چارواکي نوم پکې نشته.

خو د دې احتجاج له منتظمينو څخه يو تن، مجاهد وزير پرون مشال راډيو ته وويل چې دوی د وزيراعظم ترڅنګ د پوځي چارواکو سره هم کتلي وو او تر هغې وروسته د احتجاج د ځنډولو پرېکړه شوې ده. ((موږ د آيي، ايس، آيي مشر سره هم وکتل. هغوی هم راته ډاډ راکړ چې غوښتنې به مو منل کېږي. موږ دوی ته ښکاره وويل چې که پر دې ژمنو عمل ونه شو، بيا به مظاهرې پېلوو.))

XS
SM
MD
LG