د لاسرسي ځای

تازه خبر

وزیرستاني کډوال په یو اړخیزه بلنه ستنېدل نه غواړي


خوست کې وزيرستاني کډوال
خوست کې وزيرستاني کډوال

د افغانستان د خوست ولايت په ګلان کېمپ او نورو سیمو کې مېشت وزیرستاني کډوال وايي، دوی یوازې د پاکستان د حکومت په اعلان او بلنه خپلو سیمو ته نه ستنېږي. دوی زیاتوي، که چیرې د پاکستان حکومت دوی خپل ولس بولي، نو د افغان حکومت او د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمیشنري UNHCR سره دې د یو درې اړخیز تفاهم لیک پر بنسټ د دوی ستنېدنې ته زمینه برابره کړي.

کډوال وايي، د پاکستان له لوري د یو اړخیزې بلنې د مننې په صورت کې دوی د مهاجرت ټول امتیازات له لاسه ورکوي او هلته يې هم د امنیت په ګډون د ژوند د ضروري اسانتیاوو برابرولو ضمانت نه کېږي.

بل لوري ته د افغان حکومت د کډوالو چارو اداره هم د وزیرستانیو کډوالو غوښتنې پر ځای او قانوني بولي او وايي، یونسیار ورسره ژمنه کړې، چې د درې اړخیز تفاهم په صورت کې به ستنیدونکو کډوالو ته خپل ټول حقوق ورکړل شي.

نن [شنبه] په خوست کې د وزیرستانیو کډوالو د شورا مشر ډاکټر حیات مسود د وزیرستانیو کډوالو د باعزته ستنېدنې لپاره خپلې غوښتنې له مشال راډیو سره شريکې کړې.

((که پاکستان موږ واپس غواړي او خپل خلک مو شمېري، یو اېن اېچ سي ار، د پاکستان او افغانستان حکومتونه دې په ګډه کیني، د مهاجرت د نړیوالو اصولو مطابق دې موږ ته د واپسۍ پروګرام جوړ کړي، په هغه کې زموږ د ټولو کډوالو مفاد دی. دا خلک چې ولاړ شي، هلته يې امنیت نشته او نه موږ ته بیا یو اېن اې[ سي ار هغه حقوق راکوي لکه نقدې پیسې، یا ګاډي مو دي.))

حیات مسود دا هم وايي، د سلسه وارې ستنېدنې په درشل کې د کډوالو بېرته لېږل دا نقصان هم لري، چې یو اېن اېچ سي ار پر هغو کورنیو مرستې بندوي چې له کېمپ څخه کډه بار کړي، نو کله چې د پاکستان پوځ يې له پولې کډه ستنه کړي، هغه به څه کوي؟

د کډوالو یو بل مشر ملک حبیب خان مده خېل وايي، چې په خوست کې ټولو میشتو وزیرستانیو کډوالو قومي پرېکړه کړې چې پاکستان ته د دوی ستنېدل باید د مهاجرت د نړیوالو اصولو په رڼا کې وي.

ده وویل، داسې دې نه کیږي چې زموږ ګاډي، د کور څاروي او نور توکي دې دلته پاتې کیږي او زموږ څخه د ستنېدنې غوښتنه کېږي.

ملک حبیب خان زیاته کړه، د دوی د ستنېدنې مسلې باید په خوست کې د کډوالو له مشرانو سره هم شریکې شي.

د کډوالو یو بل استازی مولوي جلال الدین وزیر وايي، هغه کډوال چې بېرته ستانه شوي، نه يې ژوند خوندی دی او نه ورته هغه بشري او انساني حقونه ورکړل شوي دي.

دی زیاتوي، دوی له یو ملک نه ملک ته مهاجرت کړی او یو اېن اېچ سي ار دوی په خپلو اصولو کې د مهاجرینو په توګه منلي دي، نو هغوی غواړي چې پاکستان هم باید ورته د بېرته ستانه شوي مهاجر حقونه ورکړي.

بل لوري د خوست د کډوالو چارو د ادارې مسوولین د وزیرستانیو کډوالو غوښتنې پر ځای بولي او وايي چې د کډوالو د بېرته ستنېدنې او هغوی ته د پوره د حقونو د ورکولو لپاره د افغان او پاکستان حکومت او د UNHCR تر منځ درې اړخیز تفاهم لیک ته اړتیا شته.

د یادې ادارې مشر هاشم حلیم وايي، دوی له يو اېن اېچ سي ار سره ګډه ناسته کړې، د هغوی نظر دا دی که چیرې په دې اړه د افغان حکومت، پاکستان او د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې ترمنځ درې اړخیر تفاهم لیک رامنځته شي، نو وزیرستانیو کډوالو ته به د بېرته ستنېدنې پر مهال د مهاجرت د نړیوال قانون مطابق ټولې مرستې او اسانتیاوې برابرې شي.

له شمالي وزيرستان څخه زرګونه کورنۍ هغه وخت کډه کولو ته مجبورې شوې کله چې د پاکستان پوځ په دې سيمه کې د وسله والو پر ضد عمليات پېل کړل. د خېبر پښتونخوا بېلا بېلو سيمو ته د پر کډوالۍ سربېره دغه کورنۍ په خوست، پکتیا او پکتیکا کې هم میشتې شوې. له دغو کورنيو يو شمېر وار د مخه لا په ځينو پړاوونو کې بېرته خپلو سیمو ته ستنې شوې دي.

XS
SM
MD
LG