د لاسرسي ځای

تازه خبر

"تر ۷۰ زیات لادرکه پښتانه ځوانان خپلو کورونو ته رسېدلي"


اسلام اباد کې د پښتنو د احتجاجي ناستې يو انځور
اسلام اباد کې د پښتنو د احتجاجي ناستې يو انځور

په اسلام اباد کې د پښتنو ځوانانو احتجاج نن [شنبه] پای ته ورسېدی. د دوی په غوښتنو کې یوه د لادرکه او ورک کړل شوو پښتنو په اړه معلومات او د دوی زر تر زره خوشې کول هم دي. د احتجاج ګډونوال ادعا کوي چې یوازې په دې ۱۰ ورځو کې تر ۷۰ زیات ورک شوي پښتانه ځوانان خوشي شول چې پکې ۱۷ د خېبر ایجنسۍ هم دي چې د جمعې په ورځ طالبانو خوشې کړل او خپلو کورونو ته ستانه شول.

په اسلام اباد کې د قبایلي سیمو، خېبر پښتونخوا او نورو پښتنو سیمو په احتجاج کې ګڼو د هغو کسانو کورنیو هم ګډون وکړ چې خپلوان یې لادرکه شوي دي. په دغو کې یو د باجوړ سردار خان هم دی. هغه وایي زوی ظهور یي په ۲۰۰۸ م کال کې د باجوړ په خېر اباد کې هغه وخت لادرکه شو کله چې په سیمه کې کرفیو هم لګېدلې وه

((اختر ته پنځه ورځې پاتې وې چې زما زوی په کرفیو کې لادرکه شو. ما وزیراعظم او پوځ ته هم خپل درخواست لېږلی دی. زما زوی به په باجوړ او هري پور کې د کویانو کيندلو کار کاوه. موږ ډېر غریب خلک یو. د هغه درې بچي دی او هره ورځ د پلار لاره څاري))

په لومړي ليسټ کې زموږ سره له۴۰۰ زیات لادرکه کسان وو خو اوس دا شمېره زیاتېږي

د عوامي نېشنل ګوند د ځوانانو سازمان مشر محسن داوړ وایي دوی ته داسې رپورټونه راغلي چې تر ۷۰ پورې لادرکه کسان په مختلفو سیمو کې خپلو کورونو ته رسېدلي دي. نوموړی زياتوي، په لومړي ليسټ کې له دوی سره له ۴۰۰ نه زیاتو کسانو نومونه وو خو اوس دا شمېره زیاتېږي.

((موږ د یو ورک شوي ځوان تصویر لګولی و، دانیال یې نوم دی. د هغه کورنۍ پرون ټليفون وکړ چې دانیال راورسېدی، نو موږ د هغوی د کورنیو تصدیق هم کوو))

د دغه احتجاج د ځوانانو مشر منظور پشتون نن مازيګر د خپلې احتجاجي ناستې د ختمېدو اعلان وکړ. نوموړي د وينا پر مهال دا ويلي و چې ټول بې ګنا لادرکه شوي پښتانه دې زر تر زره خوشي کړل شي او که په چا څه تور وي نو عدالت ته دې راوړل شي .

یوازې د جمعې په ورځ د دریو لادرکه کسانو وروڼه او پلرونه راغلل او پر سټېج یې وينا وکړه چې بچي یې کورونه ته راغلل

د احتجاج یو مخکښ مجاهد وزیر وایي دوی ډېر خوشحاله دي چې ځینې پښتانه خوشي شول او د نورو لادرکه پښتنو لپاره به هم خپل غږ پورته کوي.

((هغوی موږ ته وویل چې تاسو کوم تصویرونه لګولي دي دا کسان خوشي شول او تصویرونه یې لرې کړئ.))

په اسلام اباد کې د پښتنو احتجاج کوونکو په غوښتنو کې یوه د لادرکو او ورکو شوو پښتنو په اړه معلومات او د دوی زر تر زره خوشي کول هم شامل دي.

XS
SM
MD
LG