د لاسرسي ځای

تازه خبر

له خېبره تښتول شوي ۱۷ کسان خوشي شول


وسله والو طالبانو د خېبر ایجنسۍ هغه ۱۷ کسان خوشي کړي دي چې شاوخوا پنځه میاشتې وړاندې د خوګاخېلو له دلخاد سیمې څخه تښتول شوي وو. دغه کسان دلخاد ته د سېل لپاره تللي وو چې وروسته طالبانو له ځان سره بوتلل.

د خېبر اېجنسۍ مرستیال پولیټکل اېجنټ نیاز احمد وایي دغه کسان د جمعې په ورځ خوشي کړل شول

((تښتول شوي کسان د ځایي جرګې، پولیټیکل انتظامیې او امنیتي عسکرو په مرسته خوشي شول ))

د دغو تښتول شوو کسانو خپلوان وایي دوی د تاوان په غرض تښتول شوي وو، خو د تښتول شوو کسانو کورنیو دومره وس نه درلود چې تاوان یي ورکړی وای.

د تيرې سې شنبې پر ورځ د دغو تښتول شوو کسانو لپاره په لنډي کوتل کې یوه لويه مظاهره وشوه. په مظاهره کې خلکو د دغو ۱۷ کسانو تر څنګ د هغو ټولو لادرکو کسانو د موندلو غوښتنه کوله چې د دوی په وينا په سیمه کېد امنیتي ځواکونو لخوا دلټون په عملیاتو کې لادرکه شوي او لا یې هم درک نشته.

د خوګاخېلو یو ځایي مشر اسرار خوګاخېل وایي دغه کسان یې نن [شنبه] سهار وختې د تورخم له لارې خپلو سیمو ته راوستل او د تښتول شوو په وينا دوی یې افغانستان ته اړولي وو.

((دا ټول د سیمې غریب خلک وو، ډېری پکې ځایي دوکانداران وو چې دلخاد سیمې ته د سېل لپاره تللي وو. پر دوی داسې څه تشدد نه دی شوی خو پبيا هم پر ټولو ډېره سخته تېره شوې ده.))

بلخوا په اسلام اباد کې د قبایلي سیمو، خېبر پښتونخوا او نورو پښتون مېشتو سیمو د ځوانانو په احتجاج کې یوه غوښتنه دا هم ده چې ټول لادرکه شوي پښتانه دې زر تر زره خوشي کړل شي. پر دې سربېره په خېبر اېجنسۍ او يو شمېر نورو سیمو کې هم د لادرکو کسانو د موندلو لپاره احتجاجونه شوي دي.

XS
SM
MD
LG