د لاسرسي ځای

تازه خبر

په خوست کې د پلونه او سړکونه رغول کېږي


د خوست ځايي ادارې په ښار او ولسوالیو کې داسې مهال د یو شمېر پلونو، سړکونو او استنادي دیوالونو د ترمیمولو او بیارغونې کارونه پیل کړل، چې پدې وروستیو کې ځوانانو او مدني فعالانو په فیسبوک او نورو ټولنیزو رسنیو کې دې برخې ته د حکومت په نه پاملرنې سختې نیوکې کولې.

د جمعې په ورځ خوست والي حکم خان حبیبي مشال راډیو ته وویل، چې یادو ساختمانونو ته ګواښ متوجه وه او تر ډېره د تخریب له حالات سره مخامخ ول، خلک، ځوانان او مدني فعالان هم ورته په اندښنه کې ول او په ټولنیزه میډیا کې به يې د دې ساختمانونو بیارغونه غوښته.

ښاغلی حبیبي وايي:

خوست والي د اتو ساختمانونو د ترمیم د کار د پیل په ځای کې
خوست والي د اتو ساختمانونو د ترمیم د کار د پیل په ځای کې

((پدې اواخرو کې ځوانانو او مدني فعالانو دوامداره غوښتنه وه او د دې تر څنګ یوه جدي اړتیا وه، موږ دا اړتیا محسوس کړه او خوشبختانه ووایم چې ډېر ژر ورته بودجه منظوره او نن يې انشاالله چارې عملاً پیل شوې.))

​خوست والي وویل، د ترمیم اوسني پروګرام کې چې اته ساختمانونه شامل دي، د ټولګټو چارو وزارت له عادې بودجې څخه به د شپږو میاشتو په موده کې په اساسي ډول ورغول شي.

نوموړې زیاته کړه:

''موږ د مټا چینې د پل او د دې تر څنګ د ۷ نورو ساختمانونو د ترمیم او بیارغونې چارې عملاً پیل کړې، چې پدې کې د طویشې پل ترمیم، د شمل دوه منده د لوی پل د استنادي دیوال، په علي شیرو کې د فرشې او په لکڼو کې د سړک او ځینو نورو ساختمانونو بیارغول دي، چې کارونه به يې د ۶ میاشتو په موده کې بشپړ شي.''

خوست والي وړاندې وویل، د دې پروژو په تطبیق سره به په بیلابیلو سیمو کې یو شمېر پلونه، استنادي دیوالونه او سړکونه له تخریب څخه وژغورل شي.

حکومتي مسوولین وايي، هغه سړکونه چې د ښار اړوند دي، د ساتنې او مراقبت کار يې د ښاروالۍ دی، خو هغه سړکونه چې له ښاره پنځو کیلومتره لیرې وي، ټولګټو چارو ریاست پورې اړه لري.

د خوست د ټولګټو چارو رييس جهانیار اکبرزی وايي د ټولو سړکونو د ساتنې او ترمیم پلان لري:

''د خوست د ټولګټو چارو ریاست د ټولو سړکونو او نورو ساختمانو د ساتنې او مراقبت لپاره چې زموږ ملي سرمایه ده منظم پلان لري، که څه هم موږ اوس د عمومي سړکونو په ترمیم پیل کړی خو وروسته به ولسوالیو ته د غځیدلو سړکونو اساسي ترمیم هم ترسره کوو او شولډرې به يې ترمیمیږي.''

د ښار د مټا چینې پل چې د تخریب له ګواښ سره مخامخ دی
د ښار د مټا چینې پل چې د تخریب له ګواښ سره مخامخ دی

​په خوست کې خواوشا یوه لیسزه وړاندې په مرکز، ولسوالیو او حتی تر سرحدي سیمو پورې د امریکايي ځواکونو په چوکاټ کې د هغه وخت د ولایتي بیارغونې ټیم لخوا تر ۳۰۰ کیلومتره پورې سړکونه په پاخه او اساسي ډول جوړ شول.

اوسمهال د یادو سړکونو ځنې قسمتونه تخریب شوي، په یو شمېر سړکونواوبه راځي او د ځینو سړکونو یوه او بله خوا تشه شوې او په غرینو سیمو کې يې بعضې برخې په هوا ولاړې دي.

سره لدې چې په خوست کې د سړکونو، پلونو او محافظتي دیوالونو د ترمیم قانوني موده څو کاله وړاندې پوره شوې، خو سیمه وال وايي، چې د رغونې، ساتنې او څارنې يې لپاره د پام وړ کار ندی شوی.

XS
SM
MD
LG