د لاسرسي ځای

تازه خبر

ولسمشر غني اسلام اباد کې د پښتنو لانګ مارچ ملاتړ وکړ


د افغانستان ولسمشر ښاغلي اشرف غني اسلام اباد کې د ترهګرۍ او بنسټپالنې پرضد پیل پښتون پرلت بشپړ ملاتړ اعلان کړ او ویلي یې دي پښتون پرلت یو ډېر مهم ګام دی او دا د ټولو اخلاقي مسولیت جوړېږي چې ملاتړ یې وکړي.

ولسمشر غني پر خپل ټوېټر پاڼه لیکلي:

دپاکستان په پلازمینه اسلام اباد کې له تېرو نهو ورځو راهیسې په زرګونه پښتانه په احتجاجي پرلت بوخت دي او غوښتنې کوي چې په پاکستان کې دې د پښتنو توکم-وژنه ودرول شي.

دجمعې په ورځ افغان ولسمشر محمد اشرف غني پر خپل ټویټر کښلي، “د کابل تر غمیزو پس مې څرګنده کړې وه چې افغانان او د دې سيمې ولس دې د ترهګرۍ پروړاندې یوموټي شي، زه پښتون پرلت دغو څرګندونو ته يو غبرګون او د بنسټپالنې پرضد د بيدارۍ غږ بولم.”

اشرف غني زیاته کړې ده لکه څرنګه چې په پاکستان کې د وکيلانو ټولنه په خپل تحريک کې بريالۍ شوې وه، زه هيله لرم چې پښتون لانګ مارچ به له سيمې د ترهګرۍ له بېخه اېستلو کې بريالى شي.

ولسمشر غني پر رسنیو هم غږ کړی، چې نړیوالو ته د پښتنو د غږ په رسولو کې مرسته وکړي "زه له رسنیو څخه غواړم چې خپلې دندې په بې‌پرې ډول ترسره کړي او د پښتنو له احتجاج سره مرسته وکړي، چې نړیوالو ته خپلې محرومۍ، غوښتنې او خپله ریښتینې څهره وړاندې کړي".

ولسمشر غني وویل، د دې لانګ مارچ د تاریخي ارزښت د عدم تشدد د ستر سالار باچا خان له پیغام سره تړاو لري چې فلسفه یې پر عدم تشدد ولاړه وه.

اسلام اباد کې د پښتنو له لاریون سره د کابل پیوستون

د پاکستان په مختلفو سیمو کې له څه باندې یوې اونۍ احتجاجونو وروسته، لسګونو کابل میشتو د جمعې په ورځ د دغه ښار د حضوري چمن په سیمه کې په اسلام اباد کې د پښتنو د احتجاج په ملاتړ لاریون وکړ.

'خپل حق هرمرو غواړو'، اسلام اباد کې احتجاجیانو ته د اڅکزي وینا
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:09:17 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

لاریون کوونکو چې د "لر او بر یو افغان، ترهګري نه منو، ترهګر‌پال نه منو" شعارونه ورکول، په پاکستان کې د میشتو پښتنو له احتجاج سره د پیوستون او ملاتړ اعلان وکړ.

له شاوخوا نهو ورځو راهیسې په زرګونو پښتنو د وزیرستان د یوه ځوان نقیب‌الله مسید د وژل کېدو په غبرګون د اسلام آباد په شمول د پاکستان په بېلابېلو ښارونو کې احتجاج کړی او له پاکستانيو چارواکو څخه غواړي چې په پېښه کې ککړ کسان دې ونیسي.

په اسلام اباد کې د پښتنو پرلت کې برخه لرونکې ښځې او سړي هوډ ښکاره کوي چې ترڅو یې غوښتنې نه وي منل شوي تر هغو به له اسلام اباده نه پورته کېږي.

ددغه پرلت برخه وال پینځه اساسي غوښتنې لري چې کراچۍ کې د پولیسو جعلي مقابله کې د وژل شوي پښتون زلمي نقیب مسید دې د سزا لپاره دې محکمې ته وړاندې کړل شي، تراوسه چې څومره پښتانه په جعلي یا نقلي پولیس مقابلو کې وژل شوي د هغوی د وژنو عدالتي پلټنې دې وکړل شي، قبایلي سیمې دې له ماینونو پاکې کړل شي او دغلته دې تر هرې پيښې وروسته د ګرځبندیز له لګېدو ډډه وکړل شي.

د دغو غوښتنو په پلوۍ د پاکستان له ګوټ، ګوټه په زرګونو کسان د پاکستان پلازمینې اسلام اباد ته ورغونډ شوي خو په ټولنیزو رسنیو هم له ټولې نړۍ د دغو پښتنو په حق کې پرله پسې غږونه پورته کېږي.

غوښتني مو اییني دي: د اسلام اباد مظاهره کوونکي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:31 0:00

​د مظاهرې ګډونوال امتیاز وزیر چې کور یې د خیبر پښتونخوا په وزیرستان کې دی او له دوو کلو راهیسې په کابل کې اوسېږي ازادي راډيو ته وویل ترهګرو او پاکستاني پوځ لاس یو کړی او پښتانه وژني:

"زه پر نړۍ دا غږ کوم، تر هغو چې د ډیورنډ کرغېړنه کرښه وي او په قبایلو سیمو کې پاکستاني پوځیان مېشت وي افغانستان کې امنیت نه شي راتلای، ترهګرو او پاکستاني پوځیانو لاس کړی دوی، په سیمه کې سوله او ثبات نه خوښوي، ترهګري د دوی ګډ هدف دی."

د مظاهرې ګډونوالو ویل چې کابل مظاهره د کوم ځانګړي ګوند، یا ټولنې استازیتوب نه کوي، بلکې د دوی په خبره د ټولو افغانانو کډه داعیه ده چې لرو او بر افغانان به نړۍ ته دا ثابتوي چې افغانان ترهګرپال نه دي، بلکې ترهګري پرې تپل شوې ده.

XS
SM
MD
LG