د لاسرسي ځای

تازه خبر

عثمان کاکړ: پاکستان کې د مشال راډيو پر خبریالانو بندېز غندو


د پښتونخوا ملي عوامي ګوند صوبايي مشر او سېنېټر عثمان خان کاکړ
د پښتونخوا ملي عوامي ګوند صوبايي مشر او سېنېټر عثمان خان کاکړ

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مخکښ او سېنېټر عثمان خان کاکړ په اسلام اباد کې د مشال راډیو د دفتر د تړلو غندنه کړې.

نوموړي تېر ماسخوتن په اسلام اباد کې د پښتنو سیمو د ټولنو او فعالانو ناستې ته په وینا کې وویل، مشال راډیو د سختدریځۍ او ترهګرۍ د مفکورې پر وړاندې اګهي او بیداري خپروي.

نوموړي وویل، د پاکستان کورنیو چارو وزارت له خوا په اسلام اباد کې د مشال راډيو دفتر ځکه وتړل شو چې دغه راډيو د پښتو ژبې خپرونې کولې. ولس په خپلو ستونزو خبروي.

عثمان کاکړ وویل، چې د پاکستان ټېلیویژنونو کې د پښتنو لپاره ځای نه شته، د پاکستان په راډيو کې د پښتنو لپاره ځای نه شته خو که بي بي سي راډيو ، ډیوه راډيو، اشنا راډيو او مشال راډيو د پښتنو ږغ خپور کړې نو له دې سره دوی ښکار بدنیتي کوي.

د پاکستان د کورنیو چارو وزارت د جنورۍ پر ۱۹مه په اسلام اباد کې د مشال راډیو دفتر وتړلو او پر دې یې له ((مخالفه استخباراتي ادارو)) سره د تعلق تور پورې کړ چې د ازادې اروپا راډیو مشر تامس کېنټ رد کړ او زیاته یې کړه چې مشال راډیو پر واقعیت ولاړه، بې طرفه او متوازنه خبریالي کوي.

XS
SM
MD
LG