د لاسرسي ځای

تازه خبر

د تحريک طالبان پاکستان مهم قومندان خان سيد سجنا ووژل شو


په شمالي وزیرستان او ورسره بل لوري ته په افغانستان کې په امریکايي ډرون بریدونو کې د تحریک طالبان پاکستان د مرستیال مشر خان سید سجنا په ګډون اووه وسله وال وژل شوي دي.

په ډېره اسماعیل خان کې باوري سرچينو د نوم نه ښودو په شرط مشال راډیو ته وویل، ډرون بریدونه تېره ورځ د شمالي وزیرستان په ګوروېک او د افغانستان په مرغې سيمو کې شوي دی.

خبر وايي، په وزیرستان کې د حقاني شبکې درې مشکوک وسله وال وژل شوي.

په داسې حال کې چې د راپورونو له مخی په مرغې کې د تحريک طالبان پاکستان مهم قومندان خان سید سجنا په ګډون څلور وسله وال ووژل شول.

د پاکستان او افغانستان حکومتونو او طالبانو په رسمي توګه د دې بريدونو په اړه لا څه نه دي ويلي.

XS
SM
MD
LG