په افغانستان کې میشت امریکایي ځواکونه وایي، چې په شمال کې د چین او تاجکستان پولو ته څېرمه د طالبانو د روزنی مرکزونه او د ختیځ ترکستان د اسلامي غورځنګ د ترهګرۍ پلوې شبکې تر هوایي بریدونو لاندې نیولي دي.
امریکایي ځواکونو د یو بیان په خپرولو سره ویلي دي، چې دغه بریدونه به له افغانستان سره مرسته وکړي او ګاونډیان به یې قانع کړي، چې خاوره یې د هغو ترهګرو لپاره خوندی ځای نه دی، چې غواړي د دغه هیواد له پولو په ګاونډیو هېوادونو کې عملیات وکړي.
په بیان کې په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو د قومندان جنرال جان نیکولسن په حواله ویل شوي دي، چې (دلته د هېڅ یوې ترهګرې ډلې لپاره خوندي ځای نه شته، موږ، چې دوی په هر ځای کې و وینو په نښه به یې کړو. موږ به په ټول هېواد کې په دوی پسې درومو.)
د ختیځ ترکستان اسلامي غورځنګ یو ترهګري سازمان دی، چې د چین په لویدیځ کې د یوغور توکم په بیلتون پاله ډلو کې ریښې لري.
د ختیځ ترکستان د اسلامي غورځنګ جنګیالي په افغانستان کې د القاعده او طالبانو په لیکو کې جنګیدلي دي او په چین کې دننه او بهر په څو بیلابیلو ترهګري فعالیتونو کې د ښکیلتیا له کبله ګرم بلل شوي دي.
د ۲۰۰۲ م کال په مې میاشت کې ختیځ ترکستان د اسلامي غورځنګ دوه غړي، چې په قرغستان کې یی د امریکا په سفارت د برید پلان درلود له قرغزستان نه چین ته ډیپورټ کړای شول.
دوی په بدخشتان او په ټوله کې سرحدي سیمه کې د طالبانو ملاتړ له ځانه سره درلود، چین ته یې یو امنیتي ګواښ پېښ کړی وو.
په بیان کې ویل شوي دی، چې په وروستیو میاشتو کې په شمال کې د طالبانو، داعش او نورو ترورستي ډلو پر ضد، چې هڅه کوي ځان ته په شمال کې یو خوندي ځای ومومي د افغان دفاعي او امنیتي ځواکونو عملیات زیات شوي دي.
په بیان کې دا هم ویل شوي دي، چې په وروستیو کې افغان کومانډویی ځواکونو د ۲۰۹ شاهین قول اردو سره په نږدی همغږۍ کې د کندز ښار په شمال کې طالبانو ته د دوی په مرکزونو کې ماتې ورکړه او د کندز ښار یې د وسله والو له ګواښه خوندي کړ.
امریکایي ځواکونه وایی، چې په فاریاب کې هم د هوایی اډو د سروی په مهال څو هوایی ډګرونه ښودل شوي دي، چې افغان کومانډویی ځواکونه د دی جوګه کوي، چې په چار چاپیره سیمو کې د داعش په مرکزونو بریدونه ترسره کړي.
د امریکایي ځواکونو د هوایي عملیاتو د قومندان مرستیال جنرال جیمز هیکر د فبروري د میاشتی په اوومه نېټه په یوه خبري غونډه کې وویل، چې د جنګ او افکارو ازمیښت دی. دی وایي چې افغان پوځ د هری ورځې په تېریدو سره لا غښتلی کېږي.
په بیان کې په افغاستان کې د امریکایي ځواکونو د قومندان جنرال د جان نیکولسن په حواله ویل شوي دي، چې مونږ له افغانستان سره یو او له افغانانو سره به پاتې شو.