د لاسرسي ځای

تازه خبر

''پوځ دې لیکلي راکړي، بیا دهرنا ختموو''


د پاکستان وزيراعظم ويلي دي چې د نقيب مسود په وژنه د تورن راو انوار د نيولو لپاره به موجوده ټول وسايل وکاروي. نوموړي دا هم وويل چې حکومت به يې په وزيرستان کې د نقيب مسود په نامه يو کالج جوړوي. وزيراعظم دا هم وويل چې د قبايلي کډوالو د زرتر زره بحالۍ لپاره به ټولې هلې ځلې کوي.

شاهد خاقان عباسي دغه خبرې په اسلام اباد کې د پښتنو دهرنې له مشرانو سره په مزاکراتو کې کړي.

په اسلام اباد کې د پښتنو دهرنې مشران وايي چې د پاکستان وزيراعظم سره يې بيګا ناوخته شوي مذاکرات ناکامه شوي دي.

عالمزيب مسود وايي د پاکستان وزيراعظم ورته وويل چې د پوليسو لخوا د نقيب مسود په وژنه د تورن راؤ انوار لټون روان دی، همداراز پوځ ته به و وايي چې قبايلي سيمې له ماينونو پاکې کړي او په جنګ کې وژل شویو خلکو ته به معاوضه ورکړل شي. خو عالمزيب وايي چې د دوی د تحريک بنيادي هدف د نقيب مسود په څېر د لادرکه کړل شویو سلګونو پښتنو موندل دي.

په اسلام اباد کې د فاټا او پښتونخوا ځوانانو احتجاجي ناستې يو بل مشر الله نور نګيالی بيا وايي چې بيګا ځينو قبايلي مشرانو له وزيراعظم سره تر ملاقات وروسته د دهرنې ختمولو اعلان وکړ چې پرې ځوانان بلوه شول خو د دواړو خواؤ ترمنځ په تاو تريخوالي کې څه مرګ ژوبله رامنځته نه شوه.

نوموړي وویل چې ترڅو پاکستاني پوځ دوی ته په لیکلې بڼه د غوښتنو منلو باور نه وي ورکړی نو دهرنا په هېڅ صورت نه پرېږدي.

همداراز د دهرنې يو بل مشر مجاهد وزير بيا وايي چې نن به دوی بيا جرګه کوي چې په کې به د دهرنې جاري ساتلو يا ختمولو په اړه پريکړه کوي.

د فرورئ له لومړئ نيټې څخه د پاکستان له بېلابېلو سيمو څخه اسلام اباد ته ورغلو پښتنو ته پرون ناوخته د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزي هم وينا وکړه او ویې وويل چې د دې دهرنه کونکو غوښتنې د پاکستان وزيراعظم په يوه ګېنټه کې پوره کولی شي. نوموړي په دهرنه کې موجودو ځوانو ته د پرامنه پاتې کېدو غږ وکړ.

'خپل حق هرمرو غواړو'، اسلام اباد کې احتجاجیانو ته د اڅکزي وینا
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:09:17 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

ياده دې وي چې د جنورۍ په ۱۳ مه په کراچي کې د نقيب الله مسود په نامه د جنوبي وزيرستان يو ځوان له ترهګرو سره د تړاو په تور د پوليسو لخوا ووژل شو چې د سيند حکومت لخوا تر پلټنو وروسته بې ګناه ثابت شو.د نوموړي د وژنې تور د کراچۍ پوليسو په يو پخواني چارواکي راؤ انوار دی. له دې وروسته د جنورۍ په ۲۶ له ډېره اسماعيل خانه د قبايلي وګړو او پښتونخوا ځوانانو لاريون پېل شو چې د بنو، کوهاټ، پېښور، چارسدې، مردان او صوابۍ په ګډون يوشمېر ښارونو کې يې مظاهرېوکړې او د فرورۍ په ړومبئ نېټه يې په اسلام اباد کې دهرنه پېل کړه چې نن په اوومه ورځ هم روانه ده.

XS
SM
MD
LG