د لاسرسي ځای

تازه خبر

امریکا: پاکستان د ترهګرو ختمولو لپاره جدي نه دی


د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیال وایي د ولسمشر ډونلډ ټرمپ انتظامیه تر اوسه داسې څه ثبوت نه ویني چې پاکستان په دغه هېواد کې د وسله والو پرضد د عملیاتو د غوښتنې په اړه څه کړي دي.

د سېنېټ بهرنیو اړیکو کمېټۍ ته د سېشنبې پر ورځ مرستیال وزیر جان سلېوان په خپله وینا کې وویل واشنګټن له پاکستان سره د همکارۍ ګټې مني او دا هم مني چې د پاکستان ولس او امنیتي عسکرو یې د ترهګرۍ پرضد جګړه کې ګڼې قربانۍ ورکړي دي، خو دا یې هم وویل له پاکستانه باید وسله والو ډلو ته په ځایونو ورکولو پوښتنه وشي.

جان سلېوان وویل: "موږ کېدای شي هغه وخت په دغه هېواد لګول شوی د مرستو ځنډ لیرې کړو کله چې و وینو چې دوی زموږ د اندېښنو د لرې کولو په اړه فېصله کې او دوامداره کار وکړي او په دغه هېواد کې بې له څه توپيره ټولې فعاله ترهګرې ډلې په نښه کړي."

تېره میاشت امریکایي حکومت له پاکستان سره تر هغو د امنیتي مرستو ځنډولو اعلان کړی وو، تر څو دغه هېواد د افغان طالبانو او حقاني شبکې چې په افغانستان کې فعالیتونه تر سره کوي پرېکنده کاروایې ونه کړي.

امریکایي چارواکي وایي دغه ځنډ تر دوو اربو ډالرو مرستو پورې کېدای شي.

بلخوا اسلام اباد دا تورونه ردوي چې ګنې هغو ډلو ته ځایونه ورکوي چې په افغانستان کې حملې تر سره کوي.

XS
SM
MD
LG