د لاسرسي ځای

تازه خبر

عدالت د مشال خان قضیې فیصله اوروي


د مشال خان د وژنې پر ضد په پاکستان کې ګڼې مظاهرې وشوئ
د مشال خان د وژنې پر ضد په پاکستان کې ګڼې مظاهرې وشوئ

پراګ - د خیبر پښتونخوا د هريپور ترهګرۍ ضد عدالت د چارشنبې پر ورځ د مشال خان د وژنې د قضیې فیصله اوروي.

د نوموړي وکیل فضل خان د فبرورۍ پر اوومه مشال راډیو ته وویل، پر کومو کسانو چې تورونه زبات شوي، هغوی ته به له هغو دفعو سره سمه سزا ورکول کېږي.

خو دی وايي، که عدالت چا ته سزا واوروي نو د فیصلې پر ضد نورو عدالتونو ته هم تللای شي.

د مشال خان د وژنې په تور ټول ۵۷ کسان نیول شوي چې دا مهال په هریپور زندان کې دي. د پېښور هایکورټ د نوموړي د پلار اقبال خان په غوښتنه، د ۲۰۱۷ز په جولای کې د قضیې اورېدنه له مردانه د هریپور زندان ته انتقال کړې وه.

د اپرېل پر ۱۳مه د مردان په ولي خان پوهنتون کې پارېدلو کسانو پر مشال خان حمله وکړه او هغه یې وواژه. د خبریالۍ د څانګې پر محصل دا برید پر هغه د مذهب د سپکاوي تر تور پورې کولو وروسته شوی وو.

د مشال وژنې یې د خویندو تعلیم درولی

خو ګډې تحقیقاتي ډلې او پولیسو ویلي ول چې پر مشال خان د مذهب د سپکاوي تورونه ((بې بنسټه دي.))

د ۲۰۱۷ز کال د جولای له میاشت راهیسې، د ۲۰۱۸ز د جنورۍ تر پایه په هریپور کې هره اوونۍ د مشال خان د وژنې مقدمې دوه اورېدنې کېدې.

د مشال خان د وکیلانو ډله وايي، د ملزمانو په څېر دوی هم د فیصلې پر ضد د اپیل یا غوښتنلیک دایرولو حق لري.

XS
SM
MD
LG