د لاسرسي ځای

تازه خبر

د برمل کډوال وايي، دا څو میاشتې يې مرستې ندي ترلاسه کړي


د پکتیکا د برمل په سرحدي ولسوالۍ کې یو شمېر مېشت وزیرستاني کډوال وايي. چې له څو میاشتو راهیسې دوی ته د خوراکي او غیر خوراکي توکو مرستې ندي ورکړل شوي.

د پکتیکا د برمل په سرحدي ولسوالۍ کې یو شمېر مېشت وزیرستاني کډوال وايي. چې له څو میاشتو راهیسې دوی ته د خوراکي او غیر خوراکي توکو مرستې ندي ورکړل شوي.

دوی زیاتوي، د پکتیکا ژمی د ډېرو سیمو په پرتله سوړ دی، خو دوی نه سمې خیمې لري، نه ورته د اړتیا په اندازه لرګي ورکړل شوي او له څو میاشتو د خوراکو توکو مرسته هم پرې بند شوې ده.

بل لوري ته د پکتیکا چارواکي په برمل کې د وزیرستانیو کډوالو ستونزې مني او وايي چې له پیله دې خلکو سره په نورو سیمو کې د میشتو کډوالو په شان مرستې ندي شوي.

نن د چارشنبې په ورځ د برمل له ولسوالۍ څخه د رحمت شاه په نوم وزیرستاني کډوال مشال راډیو ته د تلیفون پر لیکه وویل، چې دا څلور، پنځه میاشتې ورسره مرستې ندي شوي.

نوموړی زیاتوي، ساړه دی هیڅ شی درک نلري، ولسوال ورته ویلي ول چې مرستې به میاشت په میاشت درځي خو دا څو میاشتې کیږي، چې مرستې ندي وروړل شوي.

رحمت شاه وايي، یوه نیمه میاشت مخکې دوی سره د لرګیو او نقدو پیسو مرسته وشوه، خو هغه هم پوره ورنکړل شوه.

په یاده سیمه کې یو بل تن کډوال هم ورته ستونزه یادوي او وايي:

((زه د برمل پکتیکا نه خبري کوم اخترعلي مې نوم دی، موږ ته په سم ډول مرسته نه راکول کیږي، موږ ډېر به تکلیف یو، ساړه دی، نه خیمې راوړي او نه غله راکوي.))

د عصمت الله په نوم د شوال اوسیدونکی چې په برمل کې کډوال دی وايي، دوی ته دا څو میاشتې نه غله راغلې او نه نورې مرستې ورسره شوي دي او په لامل يې هم نه پوهیږي.

بل لوري ته د پکتیکا والي محمدالیاس وحدت وايي، په برمل کې میشتو وزیرستانیو کډوالو سره مرستې کیږي او ښه بیلګه يې هغوی ته د ژمنیو مرستو په لړ کې د زرګونو خیمو، زرګونو کمپلو، زرګونو پټو ګان تر څنګ د سونګ لرګي ول، چې پدې وروستیو کې هغوی ته ویشل شوي دي.

ښاغلی وحدت زیاتوي کډوالو سره د خوراکي توکو د مرستو په باب د وزیرستانیو کډوالو په شان ځايي اداره هم راضي نه ده.

نوموړي يې لامل دا وښود چې څه موده مخکې وسلوالو طالبانو د غزني په شلګر ولسوالۍ کې د کډوالو لپاره خوراکي توکي ځانته وګرځول، ګاډي يې خوشې کړل خو خوراکي توکي يې دوی ته ورنکړل.

نو له همدې کبله مرستندویه ادارو خپلې مرستې وځنډولې، خو ځايي ادارې ډاډ ورکړی، کچیرې دوی سره مخکې له مخکې د مرستو د انتقال موضوع شریکه شي، نو دوی به یادې مرستې کډوالو ته ورسوي.

د پکتیکا والي وویل، که څه هم په یاد ولایت کې کډوالو سره کیدونکې مرستې د خوست او نورو سیمو په پرتله لږې دي، خو بیا هم اړوندو ادارو سره په اړیکه کې دي، چې ډېر ژر دوی ته مرستې پیل کړي.

((دا خوراکي توکي به راشي، دایمې نه بندیږي او نه بند شوي دي، خو هغه ډول مرستې چې په نورو سیمو کې لکه په خوست کې چې کډوالو سره کیږي، له پیله دې کډوالو سره ندي شوي، بیا هم دا پنځه زره کورنۍ دي او دوی سره مرستې کیږي، د ځنډیدلو مرستو په باب موږ د اړوندو ادارو سره په تماس کې یو، هر څومر ژر چې کیدلای شي، موږ دې ستونزې ته رسیده ګي کوو.))

په وزیرستان کې د پاکستان د پوځ لخوا د۲۰۱۴ کال د جون په نیمايي کې د پوځي عملیاتو له پیلیدو وروسته د یاد هېواد د یو شمېر سیمو په شان په افغانستان کې خوست او پکتیکا ته هم زرګونه کورنۍ راکډه شوې.

که څه هم په څو پړاونو کې یو شمېر کډې خپلو سیمو ته بېرته ستنې شوې، خو لا هم په پاکستان کې د وزیرستانیو کډوالو بشپړې ستنیدنې ته لازم شرایط ندي برابر شوي.

XS
SM
MD
LG