د لاسرسي ځای

تازه خبر

شمالي وزيرستان کې دوه پاکستاني سرتيري وژل شوي، درې ژوبل


د شمالي وزيرستان د ميرعلي تحصيل په عيدک سيمه کې د پوځ په ګاډي وسله وال بريد کې دوه پوځي سرتيري وژل شوي او درې نور ژوبل شوي دي. امنيتي سرچينې وايي چې دا پېښه نن [چارشنبه] سهار هغه وخت رامنځ ته شوه کله چې ځواکونه په ګزمه بوخت وو.

په وسله وال بريد کې د وژل شوو پېژندګلوي د نايب صوبېدار فېصل محمد او نايک نعيم په نومونو شوې ده. بلخوا په پېښه کې د درو ژوبل سرتيرو پېژندګلوي د نايک محمد ادريس، سپاهي محمداقبال او سپاهي اظهرعلي په نومونو شوې ده. ژوبل سرتيري د بنو پوځي روغتون ته وړل شوي او روغتيايي حالت يې د اندېښنې وړ ښودل شوی دی.

د عبدالله وزيرستاني په نوم د تحريک طالبان پاکستان يو کومندان د دې بريد مسوليت منلی دی.

د شمالي وزيرستان د پوليټيکل انتظاميې د چارواکو په وينا له بريد وروسته امنيتي ځواکونو سيمه په ولکه کې اخيستې او د لټون عمليات یې پېل کړي دي.

په شمالي وزيرستان کې په ۲۰۱۴مکال کې د پاکستان پوځ د وسله والو پر ضد د ضرب عضب په نوم عملیات پېل کړل او د سيمې خلک کورونو پرېښودلو ته اړ کړل شول. وروسته پوځ ادعا وکړه چې سيمه يې په بشپړ ډول له وسله والو څخه پاکه کړې ده چې بيا وروسته د بې کوره کړل شوو کډوالو شاخوا ۹۰ سلنه بېرته ستانه شول.

XS
SM
MD
LG