د لاسرسي ځای

تازه خبر

'د ښځو د ګډون بغیر پښتانه خپل تحریک مخکې نه شي وړی'


په اسلام اباد کې د فاټا او پښتونخوا ځوانانو، مدني او سياسي فعالانو په احتجاجي ناسته کښېنستي دي، چې پکې ښځې او نجونې هم برخه لري.

دغه احتجاجي ناسته چې د فېبروۍ په لومړۍ نېټه په اسلام اباد کې پیل شوه، دوی د پاکستان له حکومته غواړي چې په کراچۍ کې د وزيرستان د يوه ځوان نقيب الله مسود په وژنه کې ککړ د کراچۍ ملیر سیمې د پولیسو پخواني مشر راو انوار د نیولو، جنوبي وزیرستان له ماينونو نه د پاکولو ترڅنګ د وروکو پښتنو کېسونه دې عدالتونو ته د وړاندې کړل شي.

په دغه احتجاج کې ګڼې ښځې او نجونه هم برخه لري. دغه پښتنې وایي بې کورۍ، ناامنۍ او په سیمه کې روانې جګړې دوی هم ځپلې دي، ډېرو پکې خپل بچي او خاوندان بایللي دي، او په خېمو کې په ژوند کولو مجبوره شوي دي.

په اسلام اباد کې د پښتنو احتجاج
په اسلام اباد کې د پښتنو احتجاج

مدني فعاله ثنا اعجاز چې په دغه احتجاجي ناسته کې برخه لري، او په اسلام اباد کې یې دغې احتجاجي ناستې ته وینا هم کړې ده، وایي پښتانه باید پر دې پوهه شي چې د ښځو او نجونو د ګډون بغیر مخکې نه شي تللی هغه وایي باید پښتنې هم په داسې قامي تحریکونو کې برخه واخلي.

د عوامي نېشنل ګوند مرستیاله مشره بشرا ګوهر وایي په ټولنه او سیمه کې دوی لیدلي چې هر یو تحریک چې د امن او پرمختګ په غرض وي د ښځو د ګډون بغیر نه شي کامیابېدای.

په اسلام اباد کې د پښتنو احتجاج
په اسلام اباد کې د پښتنو احتجاج

په دغه تحریک کې داسې میندې هم ګډون لري چې خپل زامن یې د ناامنۍ په پېښو کې بایللي دي. دوی وایي د ځوانانو دې احتجاج پکې دا حوصله پېدا کړه چې د خپل زړه دړد له نورو سره شریک کړي.

تاندې هېلې
تم شئ
نښلول

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:14:17 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG