د لاسرسي ځای

تازه خبر

اسیايي پرمختیايي بانک: له سکرو بجلي پیدا کول به د پاکستان اب وهوا ککړه کړي


په پنجاب کې د سکرو یو کان

پراګ ـ د اسيا پرمختيايي بانک په پاکستان کې د کويلې يا سکرو په وسيله د بجلۍ پيدا کولو پر منصوبو اندېښنې ښودلي.

د ادارې په خبره، پاکستان وار د مخه تر ۶۰ فيصدو زياته بجلي له کويلې، ګيس او تېلو تر لاسه کوي، او دا چې په چين پاکستان اقتصادي راهدارۍ کې د بجلۍ جوړولو نوې پروژې به د هغه هېواد اب وهوا نوره هم ککړه او د وګړيو يې ژوند اغېزمن کړي.

د پاکستان په سينيټ کې د چين پاکستان اقتصادې راهدارۍ پروژو د کتنې لپاره د ځانګړې کمېټې مشر، د پيپلز ګوند سينيټر تاج حيدر وايي، د پاکستان حکومت بايد دا يقيني کړي چې له کويلې څخه د بجلۍ تر لاسه کولو په کار کې د هېواد اقليم زيانمن نه شي.

((ډېره ضروري ده چې موږ د خپل چاپېريال د حفاظت چارو ته ځانګړی پام وکړو. موږ د خپلې انرژۍ نهه فیصده برخه د کويلې له سوزولو تر لاسه کوو. خو زه بيا هم اړينه بولم چې د چاپېريال ساتنې لپاره ټاکل شوي ټول نړيوال معيارونه په جدي توګه بايد عملي شي.))

نوموړی زیاتوي، دا خبره هم بايد په پام کې ونیول شي چې هند د خپلې انرژۍ تقريباً ۴۵ فيصده برخه له کويلې تر لاسه کوي. تاج حیدر وړاندې وايي، دوه مياشتې مخکې د نوي ډيلي او راولپنډۍ ترمنځ سيمې خلکو تر شاوخوا ۲۵ ورځو پورې پر لويو لارو سفرونه و نه کړای شول، دا ځکه چې دودجنه لړه او زهرجن ګيسونه له يوه هېواده بل هغه ته د تګ لپاره ويزې ته ضرورت نه لري. نو په دې برخه کې د پولې دواړو خواوو ته بايد اقدامات وشي.

د پاکستان په سينټ کې د اقليم د بدلون چارو کمېټې يوې غړې، د عوامي نيشنل ګوند سينيټرې ستارې اياز مشال راډيو ته وويل، دوی د چين پاکستان اقتصادي راهدارۍ د بجلۍ پر منصوبو له دې امله اندېښنه لري چې کويله به پکې کارول کيږي او په ترڅ کې به يې د پاکستان اب و هوا زيانمنيږي.

نوموړې زياته کړه، د پاکستان وګړي بجلۍ ته اشد ضرورت لري، خو داسې بجلي چې د پيدا کولو لارې يې د دوی اقليم خراب نه کړي.

((په سينيټ کې مو دا خبره کړې چې د اسيا پرمختيايي بانک له سروې وروسته حکومت بايد خپله يوه څېړنه هم وکړي چې د بجلۍ جوړولو نوې پروژې به ايا واقعي د هېواد اب و هوا ککړه کړي او که څنګه؟ داسې نه وي چې بجلي پيدا خو اقليم خراب کړو. د پاکستان حکومت پر دې مسئله کار کوي. خو په دې اړه اندېښنې پر خپل ځای دي چې د بجلۍ نوې منصوبې ښايي اب و هوا ته تاوان ورسوي. موږ به پر حکومت فشار ته دوام ورکړو چې د انرژۍ متبادلې او اقليم ته تاوان نه رسوونکې پروژې راوړي، کنه ملګرتيا به يې و نه کړو.))

د اسيا د پرمختيايي بانک رپورټ وايي، په پاکستان کې د بجلۍ پيدا کولو لپاره پر کويلې، ګيس او تېلو د تکيې د حکومتي پالېسۍ تر څنګ د بجلۍ د پيداوار په تخنيکي چارو کې شته نيمګړتياوې هم د هغه هېواد اب و هوا ته تاوان رسوي.

XS
SM
MD
LG