د لاسرسي ځای

تازه خبر

سوات: ځانمرګي برید کې ۱۱ پوځیان وژل شوي


پراګ ـ د پاکستان پوځ د شنبې په ماښام تایید کړه چې د سوات په کبل سیمه کې د پوځ کیمپ ته نږدې په ترسره شوي ځانمرګي برید کې ۱۱ پوځیان وژل شوي دي.

د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو اداره (ISPR) د یوې خبر پاڼې په خپرولو سره ویلي چې د پوځ ۱۳ نور سرتیري د پوځ په سپورتي میدان کې د ترسره شوي بمي برید په ترڅ کې ژوبل شوي هم دي.

تحریک طالبان پاکستان رسنیو ته په لېږلي لیک کې د دې برید زمه واري منلې ده.

د پاکستان پوځ تر دې وړاندې د درېوو پوځیانو مړینه تایید کړې وه، خو په تازه بیان کې یې ویلي چې اوه نور سرتیري او یو د پوځ لوړ رتبه افسر د سختو ټپونو له کبله په روغتون کې سا ورکړې ده.

راپورونه وايي ځانمرګي بریدګر په هغه میدان کې ځان الوځولی چې د پوځ سرتېرو پکې د واليبال لوبه کوله.

ځیني پاکستاني رسنۍ د ژوبلو شویو کسانو شمېره ۱۶ ښايي. ژوبل کسان پوځي روغتون ته د درملنې لپاره لېږدول شوي دي.

د خیبر پښتونخوا سوات سیمه چې د خپل قدرتي حسن له کبله شهرت لري د ۲۰۰۷ او ۲۰۰۹ کلونو په منځ کې د طالبانو په ولکه کې وه، چېرته چې هغوی سختدریځه شریعت نافذ کړی او د خلکو ژوند نارامه کړی و.

که څه هم پوځ په ۲۰۰۹ کې د سوات ټولې سیمې له طالبانو ونیولې خو دغلته د امنیت ستونزې لا هم موجودې دي. څه نا څه ۶۰۰۰ پولیس سرتیري د سوات پر امنیت ساتلو موظف شوي دي.

ستاسې نظر

تبصرې ښکاره کړئ

XS
SM
MD
LG