د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان او افغانستان پلاوي پر خبرو اترو جاري ساتلو سلا شوي


د غونډې عکس د ډاکټر فیصل له ټویټر پانې
د غونډې عکس د ډاکټر فیصل له ټویټر پانې

د پاکستان یو پلاوی په یو ورځني سفر کابل ته تللی او هلته یې له افغان چارواکو سره لیده کاته کړي دي.

د پاکستاني پلاوي مشري د پاکستان د بهرنیو چارو سیکرټرې تهمینه جنجوعه او د افغان پلاوي مشري بیا د افغانستان د بهرنیو چارو مرستیال وزیر حکمت خلیل کرزي کوله.

تر غونډه وروسته په یو لنډه خبرپاڼه کې ویل شوي چې په دې لیدو کتو کې د امن او سوکالۍ لپاره د افغانستان او پاکستان پر ګډه کړنلاره خبرې اترې وشوې.

خبرپاڼه لیکي چې په دې پلان کې د ترهګرۍ مخنیوی ، امن ، روغه جوړه ، د کډوالو ستنېده او ګډه اقتصادي وده شامله ده.

خبرپاڼه زیاتوي چې دا خبرې اترې د همکارۍ په فضا کې وشوې او دواړو غاړو پکې پر ځینو موضوعاتو یو څه پرمختګ کړی دی خو بیا ځینې داسې موضوعات شته چې دواړه غاړې به لا پرې سلا کېږي.

دواړو غاړو یو هوکړې ته د رسېدو لپاره د بحث پر جاري ساتلو ټینګار کړی او راتلونکې غونډه به د فرورۍ پر ۹مه او ۱۰مه په اسلام اباد کې تر سره کېږي.

دا پاکستانی پلاوی له هغه وروسته کابل ته تللی دی چې د جنورۍ پر ۳۱مه نېټه د افغانستان د کورنیو چارو وزیر ویس احمد برمک او د ملي امنیت عمومي رئیس معصوم ستانکزی تېره اوونۍ د پنجشنبې په ورځ اسلام اباد ته تللي وو او هلته یې له پاکستاني چارواکو سره خبرې وکړې.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان ولسمشر اشرف غني د جمعې په ورځ وویل ، “پاکستان د طالبانو مرکز دی او پاکستان باید د هغوی پرضد ګامونه پورته کړي”.

د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاند ډاکټر محمد فېصل دا خبره رد کړې ده او وايي چې د پاکستان پرخاوره د وسله والو پټنځایونه وجود نه لري.

د افغانستان او پاکستان ترمنځ د کاري ډلو جوړولو پريکړه څه موده مخکې د پاکستان د پخواني وزير اعظم نوازشریف او افغان ولسمشر اشرف غني د لیدو کتو پر مهال شوې وه.

په عین حال کې د افغانستان ولسمشر اشرف غني وايي، د امریکا مرستیال ولسمشر مایک پنس په ټلفوني خبرو کې ډاډ ورکړی دی چې له ترهګرۍ سره په مبارزه کې د امریکا پوځ د افغانانو ترڅنګ ولاړ دی.

ولسشمر اشرف غني د جمعې په ورځ پر ټوېټر لیکلي چې مایک پنس ته یې څرګنده کړې چې په امنیتي ادارو کې د اصلاحاتو له لارې د سولې او جګړې ګټلو ته کلک هوډ لري.

ولسمشر غني له مایک پنس سره د خپلو ټلفوني خبرو په اړه په یوه بل ټویټ کې ویلي چې "په کابل کې وروستۍ ترهګر بریدونه د افغانستان لپاره پر امریکا د سپټمبر د یولسمې د ترهګرو بریدونو په څېر وو. "

په کابل کې دې بریدونو شاوخ ۱۲۰ کسان وژل شوي او په لسګونه نور تپي شوي وو. د دې بریدونو زمه واري وسله والو طالبانو منلې وه.

د افغان ولسمشر ویاند شاه حسېن مرتضوي ویلي وو چې دوی نور له وسله والو سره خبرې نه کوي او سوله به د جګړې له ډګره ترلاسه کوي.

XS
SM
MD
LG