د لاسرسي ځای

تازه خبر

په پاکستان کې ۶۸ ٪ خبریالان پر انټرنېټ ځانونه خوندي نه ګڼي


په دغه رپوټ کې راغلي چې دغه خبریالانو ته پر انټرنېټ دړکې ورکړل شوې دي. دوی د مرګ له ګواښونو او ذهني پرېشانیو سره مخامخ شوي دي او باید حکومتي ادارې او د خبریالانو د حقونو ساتنې سازمانونه په دې اړه خبرې وکړي.

د ډیجیټل رایټس فاونډېشن مشره نګهت داد وایي د دې رپوټ موخه دا ده چې باید د خبریالانو دې مسلې ته د حکومت او ادارو پام واړول شي.

په دغو کې دړکې، زورزیاتی، هېکنګ،غلط خبرونه د یو چا په نوم خپرول شامل دي

نګهت داد وایي کله چې هم یو خبریال پر یو مسله کار وکړي او خپل خبر یا رپوټ خپور کړي نو زیاتره پر ټولنیزو رسنیو د خلکو د بدو ردو سره مخ شي.

د دې په وینا ، ډېر خلک ورته ګواښونه هم وکړي او ډېرو ته د دړوکو ایمېلونه هم ورځي چې له دې سره په پاکستان کې د خبریالانو کار متاثره کیږي.

نګهت داد زیاتوي چې "په دغو کې دړکې، زورزیاتی، د انټرنیټي مالوماتو پټول ، غلط خبرونه د یو چا په نوم خپرول شامل دي، په دې کې موږه له نارینه او ښځینه خبریالانو سره خبرې کړې دي او زموږ د مالوماتو له مخې ۷۰ فیصده خبریالان د داسې پېښو په اړه خبره نه په ډاګه کوي".

په دې اړه روزنه ډېره ضروري ده، باید خبریالانو ته دا مالومه وي چې دوی خپل موبایل او ایمېلونه څنګه خوندي وساتي

په پاکستان کې د بیان ازادۍ ادارې فريډم نېټورک مشر اقبال خټک وایي خبریالان له داسې ستونزو هره ورځ تیریږي او باید په دې اړه دوي پوهه ولري چې څنګه به د داسې پېښو مخه نیسي.

دی وايي ، "په دې اړه روزنه ډېره ضروري ده، باید خبریالانو ته دا مالومه وي چې دوی خپل موبایل او اېملونه څنګه خوندي وساتي".

نوموړي وویل ، "ایا په بازارونو کې انټرنیټ کېفې استعمالول څه مسله پېدا کولای شي، د کار په ځایونو کې دوی انټرنېټي جرمونو د مخنیوي لپاره څه اسانتیا لري، او څنګه یې په اړه خبر ورکولای شي؟ د دې هر څه په اړه باید یو خبریال روزنه ولري".

ډیجیټل رایټس فاونډېشن په خپل رپوټ کې دا هم لیکي چې خبریالې پر انټرنېټ له ذهني ځورونې سره هم مخامخ کېږي او باید د خبریالانو د ژغورنې ادارې پر دې مسله خبرې وکړي.

دغه اداره وایي هر څوک چې پر انټرنېت له زور زیاتي او یا ګواښونو سره مخامخ شي نو په کار ده چې د دوی د ادارې پر دې ۸۰۰۳۹۳۹۳ ټلیفوني شمېره دوی ته خبر ورکړي.

XS
SM
MD
LG