د لاسرسي ځای

تازه خبر

عادل ظهور: د وزیرستانیو کډوالو ستنېده به له ۶مې فرورۍ پیل شي

د قبایلي سیمو د قدرتي افتونو د نظم ادارې (اېف ډي اېم اې ) مرستیال مشر عادل ظهور وايي د افغانستان له خوست او پکتیکا څخه د شمالي وزیرستان د بې کوره کړل شوو د راتګ په دویم پړاو کې به له دوو تر درو کورنۍ بکاخېل کېمپ ته ستنې شي.

عادل ظهور وايي د دې کورنیو د سستنېدو او په یاد کېمپ کې یې د اوسېدو ټول بندوبست سر ته رسېدلی دی.

نوموړي وویل چې دا دویمه مرحله به د روانې میاشتې له شپږمې نېټې پیل شي او بې کوره کړل شوي کډوال به تر هغې پورې په کیمپ کې وي تر څو چې یې خپلو سیمو ته د تللو بندوبست نه وي شوی.

له عادل ظهور سره د مشال راډیو خبریالې فرخنده اسد مرکه کړې ده. هغه وايي د دې خلکو خپلو سیمو ته د لېږلو نېټه لا هم نه ده مالومه

تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:48 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

  • انځور سایز

    فرخنده اسد

    فرخنده اسد د مشال راډیو خبریاله وه چې د پاکستان او افغانستان په اړه یې د رپورټونو تر څنګ د ښځو د ژوند، ستونزو او حقونو په اړه ځانګړې اوونیزه خپرونه تاندې هیلې هم جوړوله.

XS
SM
MD
LG