د لاسرسي ځای

تازه خبر

لیبیا : د کښتۍ ډوبېدو د ۱۱ پاکستانیو په ګډون ۹۰ کسان وژلي


پخوانی عکس
پخوانی عکس

پاکستانوايي د لیبیا پر ساحل د کښتۍ په ډوبېدو کې د ۱۱ پاکستانیو وګړو د وژل کېدو په اړه اندېښنه ده.

دا خبره د پاکستان د بهرنيو چارو د وزارت ویاند ډاکټر محمد فيصل پر خپله ټويټر پاڼه لیکلي ده. نوموړي ویلي چې په طرابلس کې د پاکستان سفارت خانې په دې لړ کې خپل کار پيل کړی او څنګه چې تفصيلات رامخته کيږي نو د وژل شوو کسانو شناخت به په ډاګه کړل شي.

بلخوا د مهاجرت نړيواله اداره وايي چې ويره دهپه ميډيټرينين سمندر کې د يوې بيړۍ ډوبېدو له کبله لږ تر لږه ۹۰ کسانو ژوند له لاسه ورکړی وي.

د یادې ادارې له خوا د جمعې په ماښام په یو بیان کې ویل شوي چې د رپوټونو له مخېلږ تر لږه ۹۰ پناه غوښتونکي هغه مهال ډوب شوي چې د لیبیا ساحل ته نژدې یې کښتۍ اوښتې ده.

بیان لیکي چې لږ تر لږه د اتو پاکستانیو او له لیبیا سره د اړه لرونکو مړي اوبو را برسېره کړي دي.

بیان زیاتوي چې په دغو کې دوو کسانو په لامبو ځانونه ژغورلي او يو بلکس بیا کب نيونکې بيړۍ ژغورلی دی.

د ژوندي پاته شوو کسانو په وينا په اوښتې بيړۍ کې د زیاتو کسانو تعلق له پاکستان سره وو.

XS
SM
MD
LG