د لاسرسي ځای

تازه خبر

منظور مسید: پاکستاني ټي وي چېنلو زموږ احتجاج له پامه غورځولی دی


په اسلام اباد کې د پښتنو پرلت
په اسلام اباد کې د پښتنو پرلت

په اسلام اباد کې د روان پښتنو ځوانانو احتجاج مخکښان وايي ، د پاکستان ټي وي چېنلونو د دوي پرلت یا احتجاجي ناسته له پامه غورځولې ده.

د یاد احتجاج یو مشر منظور محسود بېګا مشال راډیو ته وویل ، په اسلام اباد کې چې نورو ډلو احتجاج کړی نو ټي وي چېنلونو به هغوی شپه او ورځ ښکاره کول.

منظور محسود وویل ، “ پښتانه پخپله پر ټولنیزو رسنیو د خپل احتجاج په اړه فعالیت کوي خو د پاکستان مېډیا بلکل زموږ احتجاج ته په خپلو نشریاتو کې ځای نه ورکوي”.

منظور محسود وویل ، که څه هم د ډېرو چېنلونو کارکوونکي هلته ورغلي دي خو بیا هم د احتجاج په اړه پر چېنلونو نشریات نه راځي.

په پاکستان کې د بشري حقونو لپاره کارکوونکي نومیالي مدني فعال جبران ناصر وايي ، د پاکستانۍ مېډیا دا چلند د ریاست په تاوان دی.

ده وویل ، “د پاکستان میډیا د قبایلي سیمو په اړه اشتهارونه چلوي ، له نورو سیمو خلک راولي او د قبایلي سیمو په اړه بحثونه په کوي خو چې د قبایلي سیمو خپل خلک اسلام اباد ته راشي او دلته د خپلو ستونزو د هواري لپاره احتجاج کوي نو دوی یې له پامه وغورځوي”.

د پښتنو خبریالانو سازمان – پښتون جرنلسټ اېسوسیېشن – مشر افتخار مشواڼي مشال راډیو ته وویل د احتجاجي ناستې د مشرانو دا نیوکه پر ځای ده.

ده وویل ، “ دا بلکل حقیقت دی چې د پاکستان مېډیا په اسلام اباد کې روان د پښتنو احتجاج ته داسې پام نه کوي لکه څنګه چې په کار وه”.

ده وویل ، دا لومړی احتجاج نه دی چې له پامه غورځول شوی دی بلکې تر دې وړاندې هم داسې شوي دي او ښايي د قبایلي سیمو او خیبر پښتونخوا په ګډون د ټولو لرې پرتو سیمو ستونزې د دوی په لومړیتوبونو کې نه دي.

افتخار مشواڼي وویل ، دوی نه پوهېږي چې د پاکستان مېډیا ولې داسې کوي خو جبران ناصر یې ځینې ممکنه وجوهات په ډاګه کړل.

جبران ناصر وویل ، “ ښايي له دې کبله یې نه ښکاره کوي چې د نقیب محسود مسلې ترڅنګ په قبایلي سیمو کې د ښخو ماینونو او ورک کړل شوو کسانو په اړه خبرې کېږي کومه چې د قبایلي سیمو په ګډون د ټول پاکستان مسله ده”.

نوموړي وویل ، “ چې موږ کله په زور د ورک کړل شوو خلکو خبره کوو نو د پاکستان ځینې ادارې په دې خبره خفه کېږي. نو زما په خیال چې هم دغه وجوهات دي چې په اسلام اباد کې دغه احتجاج له پامه غورځول شوی دی او یا یې ډېر محدود ښکاره کوي”.

که څه هم یو شمېر ورځپاڼې د دې احتجاج په اړه رپوټونه خپاره کړي دي خو د احتجاج مشران وايي ، که پاکستانۍ مېډیا روښتیا د ژورنالزم اصول په پام کې نیسي او بې طرفه خبریالي کوي نو دې د دوی احتجاج هم هغسې په ژوندۍ بڼه د ملک خلکو ته وښي لکه څنګه چې د نورو ډلو هغه ښکاره کوي

XS
SM
MD
LG