د لاسرسي ځای

تازه خبر

نواز شریف: عدالتونه باید ټولو ته یو ډول انصاف ورکړي


نواز شریف
نواز شریف

د پاکستان پخواني وزیراعظم نواز شریف ویلي ، دی د عدالتونو احترام کوي خو عدالتونه دې همد خپل وقار په پام کې نیولو سره د خلکو عزت ته پام وکړي. نوموړي ویلي چې په پاکستان کې د جمهوریت راتلونکی له ګواښ سره مخامخ دی.

د پاکستان لرې کړل شوي وزیراعظم نواز شریف د جمعې په ماښام په کراچۍ کې یو غونډې ته په وینا کې ویلي ، د ملک نظام داسې نشي چلېدای چې ادارې دې له خپلو چوکاټونو تجاوز وکړي.

نواز شریف وویل ، له وفاقي او صوبايي حکومتونو څخه د واک اخیستلو هڅې کېږي او دا وخت په ځانګړې توګه د وزیراعظم چوکۍ مفلوجه شوې ده.

هغه وویل ، “ د وزیراعظم او وفاقي کابینې حثیت دا پاتی شوی دی چې هغوی یو انتظامي چارواکی نشي ګمارلای”.

نواز شریف وویل ، په دې وروستیو کې له وزیراعظم او وزیراعلی څخه دا واک هم واخیستل شو چې هغوی دې پر یو مهمه مسله جوډیشل کمېشن جوړ کړي.

د ده په وینا ، که چېري د ریاست یوه ستن د بلې ستنې لاس او پښې ور وتړي او شل یې کړي نو به د ریاست نظام څنګه چلېږي او د آیین واکمني به څنګه عملي کېږي؟

نواز شریف وویل ، د عدالتونو د ازادۍ لپاره یې مبارزه کړې ده او پر دې باور لري چې عدالیه باید خپلواکه وي.

هغه وویل ، “په دې کې شک نشته چې ازاده عدلیه د یو مهذب ریاست لپاره اړینه ده او زه منم چې د عدلیې احترام ضروري دی خو دا هم ضروري ده چې عدلیه دې د خپلې مرتبې او وقار په پام کې نیولو سره د نورو د عزت نفس خیال وساتي”.

نواز شریف په پاکستان کې په جمهوري توګه د ټاکل شوي وزیراعظم احترام نه کېدو ته په اشاره یو بېلګه وړاندې کړه.

ده وویل ، “یو جج صاحب ویلي وو چې موږ وزاعظم صاحب هم راغوښتلای شو او وزیراعظم ته باید دا مالومه وي چې په اډیاله جېل کې ډېر ځای هم خالي دی. دا د یو فرد نه ، زما نه ، بلکې د وزیراعظم د چوکۍ توهین دی”.

نواز شریف وویل ، په دې اړه مې د هغه وخت چیف جسټس انور ظهیر جمالي ته لیک ولېږی خو هغه یې هیڅ ځواب هم رانکړ.

جسټس انور ظهیر جمالي په هغه وخت کې د پاکستان د سپریم کورټ مشر قاضي وو چې کله یاد عدالت د ۲۰۱۷م کال د جولايي پر ۲۸مه نواز شریف له دندې لرې کړی وو.

د اپوزېشن ګوندونو په ځانګړې توګه پاکستان پپلز ګوند او پاکستان تحریک انصاف مشران وايي ، نواز شریف چې له کله عدالت نااهله کړی دی ، له هغه وخته عدلیه ضد ویناوې کوي.

خو د پاکستان پخوانی لوی څارنوال قاضي انور وايي ، په بې احترامي کولو او تنقید کولو کې فرق دی.

قاضي انور مشال راډیو ته وویل ، د نواز شریف هغه وینا پر ځای ده چې د جمعې په ماښام یې په کراچۍ کې د وکیلانو غونډې ته کړې ده.

نوموړي وویل ، “ دلته هیڅوک هم مقدس نه دی. داسې نه ده چې پر چا تنقید نشي کېدای. خو په تنقید او بې عزتي کې فرق دی. یو ادارې ته دا ویل چې په خپل حد کې دې سم کار وکړي نو دا وینا پر ځای ده. هغه سم ویلي دي چې عدلیه دې توازن وساتي او برابر انصاف دې وکړي”.

دا په داسې حال کې ده چې د نواز شریف ، د هغه د لور مریم نواز او زوم کېبټن صفدر پرضد د پاکستان د سپریم کورټ په امر دا وخت په احتساب عدالت کې مقدمې روانې دي.

XS
SM
MD
LG