د لاسرسي ځای

تازه خبر

ولسمشر غني پاکستان د طالبانو مرکز وباله


افغان ولسمشر خپل ګاونډی هېواد پاکستان د طالبانو مرکز بللی دی او پر اسلام اباد يې ټينګار کړی چې د وسله والو ډلو پرضد اقدام وکړي.

نن افغان ولس ته په خپله وينا کې اشرف غني وويل چې پاکستانيو چارواکيو ته يې د وسله والو بشپړ فهرست ورکړی دی.

نوموړي زياته کړه چې کابل د اقدام کولو په انتظار دی. د ده په وينا خبرې او پروسه تش د کاغذ پر مخ دي او افغان ولس د اقدام او څرګنده ګام اخېستلو غوښتنه کوي.

اشرف غني دا څرګندونې تر هغه وروسته کړې دي چې په دا وروستيو کې په کابل کې يوشمېر خونړۍ حملې شوې دي.

په دې کې د جنورۍ ۲۷مې موټر بم حمله هم شامله ده چې پکې تر ۱۰۰ زيات کسان وژل شوي ول. د دې بريد ذمه واري طالبانو منلې وه.

هم دې بريد ته په اشاره سره اشرف غني وويل چې په دې تړاو ۱۱ کسان نيول شوي او جرړي يې مالومي شوې دي. د ده په وينا جرړي یې مالومي دي او بې له شکه چې د دې ذمه واري طالبانو منلې ده.

د پاکستان چارواکي انکار کوي چې په دغو بريدونو کې لاس لرونکيو اورپکو ته يې پناه ورکړې ده.

XS
SM
MD
LG