د لاسرسي ځای

تازه خبر

جنرال داود: د پولیسو عملیات د پولې نږدې کلیو او بانډو ته غځېدلي


خوست امنیه قوماندان رسنیو ته د نیول شویو توکو په اړه مالومات ورکوي
خوست امنیه قوماندان رسنیو ته د نیول شویو توکو په اړه مالومات ورکوي

د خوست امنیتي چارواکي وايي، چې اوسمهال يې د نشه يي توکو، وسلو، مهماتواو نورو غیر قانوني توکو د نیولو لپاره خپل پوځي عملیات د پولې سره نږدې سیمو ته غځولي دي.

چارواکي زیاتوي، چېد دې عملیاتو په لړ کې یو شمیر وسلې، مهمات، نشه يي توکي همدارنګه د شنو ونو بار ګاډي هم افغان امنیتي ځواکونو لاسته لویدلي دي.

د پنجشنبې په ورځ خوست امنیه قوماندان مل پاسوال محمد داود امین په اونیز رسنیز کنفرانس کې وویل، چې په وروستیو اونیو کې پولیس د نشه يي توکو د مخنیوي او امنیت د ښه کیدو لپاره د پام وړ لاسته راوړنې لري.

د پولیسو لخوا ۱۱ تنه د بیلابیلو جرمونو په تور نیول شوي
د پولیسو لخوا ۱۱ تنه د بیلابیلو جرمونو په تور نیول شوي

ده وویل، په وروستۍ یوه اونۍ کې د بیلابیلو جرمونو په تور ۱۱ مظنونین، ۱۶ میله وسله، یو اندازه مهمات او نور پوځي تجهیزات نیول شوي دي.

د ښاغلي امین په وینا چې نیول شوي چاودیدونکي توکي او نشه يې مواد پولیسو سرحد سره په نږدې کلیو کې نیولي دي.

((دا زموږ د هغه پولیسو لاسته راوړنې دي، چې په ولسوالیو کې وظایف لري، دوی هغو کلو ته ورځي چې د بانډرې سره په یو کیلومتری کې پراته دي او دوی ځي هلته عملیات کوي او دا شیان راټولوي.))

خوست امنیه قوماندان وویل، پولیسو د وهل شویو شنو ونو بار څلور ګاډي هم د ځاځي میدان په ولسوالۍ کې نیولي چې د کرنې ریاست ته به يې وسپاري.

خوست امنیه قوماندان له غلو نیول شوی ګاډی خپل مالک ته وسپاره
خوست امنیه قوماندان له غلو نیول شوی ګاډی خپل مالک ته وسپاره

همدارنګه پولیسو یو عراده موټر او یو موټرسایکل چې له غلو يې نیولي ول، خپلو مالکانو ته تسلیم کړل.

بل لوري ته د خوست قومي مشران هم په پدې وروستیو کې د نشه يي توکو او پر جنايي جرمونو د تورنو کسانو پر ضد عملیات اغېزناک بولي.

قومي مشر نورولي شاه وايي، په نږدې کلیو او سیمو کې هغو کسانو چې غلاوې به يې کولې څه نیول شوي او ځینې هم په ویره او تيښته کې دي.

همدارنګه پخوا د نشه يي توکو ازادانه استعمال موجود وو، خو اوس يې نشي کولای.

که څه هم د خوست اوسیدونکي د جنايي جرمونو په مخنیوي او د امنیت په ټینګښت کې د پولیسو او امنیتي منسوبینو وروستۍ هڅې ښې بولي، خو وايي چې دا هر څه باید موقتي او د لنډ وخت لپاره نه وي، بلکې هغوی باید خپلې دندې تر دې هم ښې، دوامداره او پر وخت ترسره کړي.

XS
SM
MD
LG